لنډ خبرونه په متن او انځور کې
بدخشان: پر امنيتي پوسته بريد کې د ۲۰ تنه عسکر وژل شوي، په پاکستان کې د ټاکنو پر وخت د طالبانو او داعش له خوا د بريدونو خبرداری، په آلمان کې د مهاجرو ترمنځ اخ و ډبونه
بدخشان: پر امنيتي پوسته بريد کې د ۲۰ تنه عسکر وژل شوي
په بدخشان کې پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو طالبانو په بريد کې ۲۰ تنه عسکر وژل شوي دي. د بدخشان د ولايتي شورا غړي محبوب الرحمان طلعت وويل چې تيره شپه په جرم ولسوالۍ کې په دې بريد کې يو شمير عسکر ټپيان شوي هم دي او شپږ تنه وسله والو بيولي دي. خو د بدخشان ولايت مقام څخه د يوازې څلورو عسکرو د وژل کيدو خبره شوې ده او په رسمي توگه د تلفاتو شمير د نورو سرچينو په پرتله ډير لږ ښوول شوی دی.
په پاکستان کې د ټاکنو پر وخت د طالبانو او داعش له خوا د بريدونو خبرداری
د آلمان د خبري آژانس په حواله د پاکستان د ترهگرۍ ضد ادارې خبرداری ورکړی چې ترهگرۍ ډلې پلان لري د راتلونکي عمومي ټاکنو پر وخت چې د جولای میاشتې پر ۲۵ نيټه به وي، پر سياسي مشرانو او د هغوی پر غونډو بريدونه وکړي. دغه ادارې د استخباراتي معلوماتو په حواله په خپلو دوو رپوټونو کې ويلي دي چې ښايي د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د خلکو گوند او همدا راز پښتون قامپالې ډلې په نخښه کړل شي.
آلمان: د مهاجرو ترمنځ اخ و ډبونه رامنځته شوي
د آلمان د براندنبورگ په کوتبوس ښار کې د مهاجرو د څو ډلو ترمنځ څو ځله سخت اخ و ډبونه رامنځته شوي دي. پوليسو د چهار شنبې په ورځ وویل چې تيره شپه په دې اخ و ډب کې د ښکيلتيا په شک ۲۶ چيچنيايي وگړي نيول شوي. ويل شوي.د سه شنبې په ماښام د لوبو په ميدان کې د چيچنيايانو او افغانانو ترمنځ لفظي شخړه په اخ و ډب بدله شوه. په دې ترڅ کې د دوو چيچنيايي او دريو افغان پناغوښتونکو د ټپي کيدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.
يمن: پوځي ائتلاف د هيواد پر مهم بندر بريدونه پيل کړي
د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف په يمن کې د جگړې له پيل راهيسې په تر ټولو سترو هوايي بريدونو پيل کړی. د نړیوالو له خوا په رسميت پيژندل سوي د يمن حکومت چي په جلا وطنۍ کي شپې او ورځي تيروي، ويلي دي چي جنگي الوتکو او کښتيو پر حديده ښار بريدونه کړي دي. دا عمليات د يمن د ځمکنيو پوځونو د ملاتړ موخه لري. حديده چې د ايران له ملاتړه برخمنو حوثي ياغيانو په ولکه کې دی، د يمن تر ټولو ستر بندر ښار دی.
د مهاجرو پر سر د اېتاليا او فرانسې ترمنځ لانجه
د «اکواريوس» په نامه د مهاجرو د کښتۍ پر سر لانجه کې د ايټاليا نوي حکومت د فرانسې سفير احضار کړی دی. په کښتۍ کې د سپرو ۶۲۹ تنو مهاجرو په اړه د فرانسې تر «حيرانونکو» څرگندونو وروسته د ايټالیا د بهرنيو چارو وزارت د فرانسې سفير ته واضح کړې چې تورونه یې ناسم او د دواړو هيوادونو د اړيکو په زيان دي.د فرانسې ولسمشر ايټالیا د مهاجرو د نه قبلولو په برخه کې په «بې پرواهۍ او بې مسوليتۍ» تورن کړی وو.
شمالي کوريا د ترمپ سره د کم جونگ اون ملاقات يوه بريا بولي
د شمالي کوريا دولتي رسنيو د دغه هيواد د واکمن کم جونگ اون، او د امريکا متحدو ايالاتو د جمهور رئيس دونالد ترمپ، ترمنځ ملاقات د يوې سترې بريا په توگه ولمانځه. په گوندي ورځپاڼه کې راغلي چې دا «د پيړۍ تر ټولو مهمه غونډه» وه. د کې سي اين ای دولتي رسنۍ ليکلي چې ترمپ په سنگاپور کې له جنوبي کوريا سره د پوځي مانورو د درولو او شمالي کوريا ته د امنيتي تضمينونو د ورکړې اراده څرگنده کړه.
امريکا، کاناډا او مکسيکو به د ۲۰۲۶م کال د فوټبال د نړيوال جام سياليو کوربانه وي
امريکا متحد ایالات، کاناډا او مکسيکو به په گډه د ۲۰۲۶م کال د فوټبال د نړيوال جام سياليو کوربتوب وکړي. دغه درې سره هیوادونه د مراکش په مقابل کې په کوربتوب بريالي شول او په دې توگه د فوټبال د نړيوال جام چې په لومړي ځل به پکښې ۴۸ هيوادونه گډون وکړي، کوربانه شول.