لنډ خبرونه په متن او انځور کې
افغانستان: پر امنيتي ځواکونو بريدونو ۵ تنه وژلي
افغان چارواکو ويلي دي چې په دوو جلا پيښو کې د دوو پوليسو او يوه قومي مشر په گډون پنځه تنه وژل شوي دي. د بادغيس د ولايتي شورا مشر عبدالعزيز بيگ، وويل چې په دغه ولايت کې د پوليسو پر يوه پوسته د وسله والو بريد دوه پوليس وژلي او نور څلور یې ټپيان کړي دي. همدا راز په مرکزي ولايت غور کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوه مرکز د بريد په پايله کې د يوه قومي مشر په گډون درې تنه وژلي دي.
له آلمان څخه نور افغان مهاجر اخراج شول
د افغان چارواکو په حواله له آلمانه يوه بله ډله اخراج شوي مهاجر کابل ته ور رسيدلي دي. دغه مهاجر د سه شنبې په ورځ له فرانکفورت هواي ډگره په يوه الوتکه کې کابل ته ليږدول شوي ول. په آلمان کې د سه شنبې په ماښام امنيتي چارواکو د اخرجيدونکو پنا غوښتونکو شمير ۱۵ وښود. په دې ترتيب د افغانستان او آلمان ترمنځ تر لاسليک شوي تړون وروسته دا ۱۳ ځل چې دی افغان پنا غوښتونکي په ډله ایزه توگه له آلمانه اخراجيږي.
د سوریې حکومت وايي ايراني ځواکونه به له دغه هيواده ونه وځي
د سوریې د بهرنيو چارو د مرستيال وزير فيصل المقداد، په حواله له سوریې څخه د ایراني ځواکونو او يا د حرب الله شيعه مليشو د وتلو خبره د بحث وړ نه ده. نوموړي د يوې مرکې په ترڅ کې وويل چې حکومت یې خپل بهرني متحدين د ترهگرۍ پر ضد جگرې له پاره رابللي ول. هغه زياته کړه چې د ځواکونو او مليشو د وتلو خبره د سوریې په ملي حاکميت پورې تړلې ده او موږ به هيچا ته اجازه نه ورکړو څو ځان جگ وگڼي.
ايمنستي: روهنگيا وسله والو په لسونو هندوان وژلي
ايمنستي انترنيشنل يا د بخښنې نړيوال سازمان پر روهنگيا ياغيانو د يو شمير هندوانو د وژلو تور لگولی دی. د دې سازمان په يوه تازه رپوټ کې ويل شوي چې د روهنگيا د آزادۍ اراکان ډلې د ۲۰۱۷م کال په دوبي کې کابو سل تنه ښځې، نارينه او ماشومان وژلي دي. ټولنې دا معلومات د ميانمار په لويديځ ايالت راخين او د بنگله ديش په مهاجر کمپونو کې له عيني شاهدانو سره د مرکو په ترڅ کې راټول کړي دي.
ترمپ د شمالي کوريا د واکمن سره ملاقات تر پوښتنې لاندې راوستی دی
د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شمالي کوريا د واکمن کم جونگ اون سره د ملاقات ځنډيدل او يا حتی لغو کيدل له امکانه ليرې نه گڼي. نوموړي په واشنگټن کې په دې اړه وويل چې که دا ملاقات ونه شو نو بيا «ښايي وروسته» ترسره شي. په پام کې ده چې دواړه مشران به د جون پر دولسمه نيټه په سنگاپور کې سره وگوري. د شمالي کوريا حکومت په دې وروستيو کې يو وار بيا د ملاقات لغو کولو گواښ کړی وو.
د اسرائيلو هوايي ځواک په غزه کې هدفونه په نخښه کړي
د اسرائيلو هوايي ځواک يو وار بيا په غزه کې د تندلارې فلسطيني ډلې حماس پر مورچلو بريدونو کړي دي. د پوځ د معلوماتو پر اساس د غزې تړاډې په شمال کې د حماس دوه تونلونه او همدا راز نور دوه هدفونه بمبار شوي دي. ویل شوي دي چې دا بريدونه له پولې څخه د حماس جنگياليو د تيريدو او هلته د اسرائيلو يوې پوځي پوستې ته د اور اچولو په غبرگون کې شوي دي. دا چې په دې بمباريو کې تلفات اوښتي که نه، روښانه شوې نه ده.
اروپايي ټولنه هم پر وينزويلا د بندیزونو د لگولو په هلکه غور کوي
په وينزويلا کې د ولسمشریزه ټاکنو په ترڅ کې د جمهوررئيس نيکولاس مادورو تر بيرته ټاکل کېدو وروسته اروپايي ټولنه پر دغه هيواد د بندیزونو په اړه غور کوي. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئولي فيدريکا موگيريني، ويلي دي چې د يکشنبې ټاکنې پر نړيوالو معيارونو برابرې نه وې. هغې زياته کړه ده چې له همدې کبله به اروپايي ټولنې د «مناسبو گامونو» د پورته کولو په هلکه سلامشورې وکړي.