لنډ خبرونه په متن او انځور کې
افغانستان: «يو په خټه آلمانی طالب نيولی شوی»
په هلمند ولايت کې ښايي يو په خټه آلمانی طالب جنگيالی نيول شوي وي. د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزیري وويل چې په گرشک ولسوالۍ کې د شپې د عملياتو پر وخت د طالبانو د وسله والي ډلې څلور تنه غړي نيول شوي دي چې له دوی څخه یې يو آلمانی دی. وزيري زياته کړې چې دغه تن تر اوسه خپل نوم نه دی ښوولی. د گرشک چارواکو او په کابل کي د آلمان سفارت مسئولينو تر اوسه پوري په دې اړه څه ويلي نه دي.
غني: که طالبان سولې ته حاضر شي د يوه سياسي گوند په توگه به ومنل شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وسله والو طالبانو غږ کړی دی چې که سولې ته غاړه کيږدي نو ډله به یې د يوه سیاسي گوند په توگه ومنله شي. دې گام ته په هیواد کې د سولې د پروسې له پاره د هلو ځلو د برخې په سترگه کتل کيږي. غني د کابل د پروسې د دويمې غونډې پر وخت وويل چي طالبان بايد د دې په بدل کې حکومت په رسميت وپيژني او اساسي قانون ومني. نوموړي په عين حال کې د بنديانو د آزادولو او اوربند وړاندیز هم وکړ.
کندهار: د ۱۹ پولیسو په گډون ۳۰ تنه تښتول شوي دي
افغان چارواکو ويلي دي چې په کندهار کې د ۱۹ پوليسو په گډون لږ تر لږه ۳۰ تنه د وسله والو له خوا تښتول شوي دي. همدا راز په يوه جلا پيښه کې ۶ تنه پوليس وژل شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالزازق وويل چې يو ډله وسله والو چې نظامي جامې یې اغوستي وې يو موټر درولې او ۳۰ تنه چې ۱۹ یې پوليس ول، له ځان سره بيولي دي. ده زياته کړه چې دواړه پيښې د کندهار او روزگان تر منځ رامنځ ته شوي دي.
په کويټه کې د پولیسو پر موټر فايرونو دوه کسان وژلي دي
د بلوچستان ايالت په مرکز کويټه ښار کې وسله والو د پوليسو د يوه لوړ پوړي چارواکي پر موټر ډزې کړي او دوه ساتونکي یې وژلي دي. د کوېټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه وويل چې د بريد هدف د پوليسو يو لوړ پوړی چارواکی حميد الله دستي وو چې د پيښې روغ رمټ وتلی دی. د تحريک طالبان پاکستان وسله والي ډلې د بريد پړه منلې ده.
سوريه: په ختيځه غوطه کې نښتې دوام لري
د سوریې د ياغيانو په کلابنده سيمه ختیځه غوطه کې د روسیې له خوا د اوربند پر اعلان سربيره هم نښتي دوام لري. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولني ويلي چې حکومتي ځواکونه او متحدي مليشو یې د سيمې د ختيځې څنډي پر لور پرمختگ کړی او سيمې یې نيولي دي. روسیې د دغه سيمي له پاره د اوربند اعلان کړی وو څو د ټپيانو او ناروغانو خوندي ځایونو ته انتقال زمينه برابره شي او خوراکي توکي او درمل سيمې ته راوړل شي.
آلمان: په ۲۰۱۷م کال کې پر مهاجرو ۲۲۱۹ بريدونه شوي
په تير ۲۰۱۷م کال کې په آلمان کې پر مهاجرو او د مهاجرو پر سرپناو ۲۲۱۹ بريدونه شوي دي. دا خبره د کورنيو چارو وزارت له خوا د پارلمان د پوښتني په ځواب کې شوې ده. د فونکه رسنيو د ډلې په حواله په تيرکال پر مهاجرو ۱۹۰۶ بريدونه ثبت شوي. همدا راز د دوی پر سرپناو هم ۳۱۳ بریدونه راجستر شوي. د دې بريدونو په ترڅ کې تر ۳۰۰ زيات کسان ټپيان شوي دي.