لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پاکستاني طالبانو د خپل مرستيال مشر وژل تائيد کړي
د پاکستاني طالبانو وياند د امريکا متحده ایالاتو د بې پيلوټه الوتکې په يوه تازه بريد کې د خپل مرستيال مشر وژل تائيد کړي دي. د تحريک طالبان پاکستان وياند طارق محسود ویلي چې د دغه ډلې مرستيال مشر خالد محسود چې د قوماندان سجنا په نوم مشهور وو، د شمالي وزيرستان په گورواک کلي کې د تیرې پنجشنبې د ورځې په بريد کې وژل شوی دی. نوموړي زياته کړې ده چې مفتي نور ولي د دغه ډلې د نوي مرستيال په توگه نومول شوی دی.
افغانستان ته د مهاجرو لسم اخراج
د مهاجرو د پلوي سازمانونو د معلومات پر اساس له آلمان څخه د رد شوو افغان مهاجرو يوه بله ډله د فرورۍ پر ۲۰ نيټه افغانستان ته ښایي ولیږل شي. د دوو مرستندويه ټولنو غړو ويلي دي چې تر اوسه لا معلومه نه ده چې دغه پرواز به د آلمان له کوم هوايي ډگره ترسره شي. د مهاجرو د شمير په اړه هم تر اوسه څه نه دي ويل شوي. د مهاجرو د شمير په اړه هم تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
عراق د بيارغونې په موخه ۸۸ ميليارد ډالرو ته اړتيا لري
د عراق د حکومت د اټکل پر اساس دوی په دغه هيواد کې د جگړو له کبله د ويجاړو شويو سيمو د بيا رغاونې په موخه تر ۸۸ ميليارد ډالرو څخه زياتو پيسو ته اړتيا لري. د عراق د پلان وزير سلمان الجمايلي په کويت کې د عراق له پاره د بسپنه ورکونکو هيوادونو د دري ورځني کنفرانس په پرانيست غونډه کې وويل چې دوی په چټکه توگه د ۲۲ ميلياردو ډالرو بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د روسیې د سقوط شوې الوتکې «تور بکسونه» موندل شوي
د روسیې د يوې الوتکې تر سقوط وروسته چې ۷۱ کسان پکښې سپاره ول، ژغورونکې عملې د طيارې دواړه «تور بکسونه» د پيښې ځای سره نژدې موندلي دي. د ناورينو څخه د حفاظت ادارې له خوا ويل شوي چې که څه هم چې دواړه دستگاوې يو څه زيانمنې شوي خو بيا هم د معلومات پر ارزولو توانيدلي دي. د روسیې د ساراتوف هوايي شرکت دا الوتکه د يکشنبې په ورځ د مسکو دماديدووای هوايي ډگره تر پرواز لږ وروسته راپريوتې وه.
د لایبريا پخوانۍ ولسمشرۍ ته د ښې حکومتولۍ له کبله جایزه ورکړل شوې
د لايبيريا پخوانۍ ولسمشرې ايلن جانسن سرليف ته د ښې حکومتولۍ له کبله د مو ابراهيم د پنځه ميليون ډالرو جایزه ورکړل شوې ده. لکه څرنگه چې د جنوبي سوډان د سوداگر مو ابراهيم د موسسې له خوا ويل شوي په دې سره دغه ۷۹ کلنه ميرمن په بيلا بیلو حالاتو کې د ځانگړتيا لرونکې مشرۍ له کبله ستايل شوې او درناوې یې شوی دی. سرليف تيره میاشت له دندې استعفا وکړه او څوکۍ یې خپل ټاکل شوي ځای ناستي جيورج وياه ته وسپارله.
امريکا وايي له شمالي کوريا سره مستقيمو خبرو اترو ته چمتو ده
امريکا متحده ايالات له شمالي کوريا سره نيغ په نيغه خبرو اترو ته چمتو دي. دا خبره د ولسمشر ترمپ مرستيال مايک پنس د «واشنگټن پوست» ورځپاڼې سره په خبرو کې وکړه. نوموړي په عين حال کې دا هم روښانه کړه چې امريکا به د بندیزونو له لارې پر شمالي کوريا باندې خپل لا زيات فشار ته ادامه ورکړي. پنس دا هم روښانه کړه چې شمالي کوريا به يوازې د خبرو اترو د ترسره کولو په بدل کې پر شمالي کوريا بندیزونه سپک نه کړي.