لنډ خبرونه په متن او انځور کې
جلال آباد بريد: «سيو د چلدرن» په افغانستان کې خپل فعاليت ځنډولی
د ننگرهار ولايت په مرکز جلال آباد کې د «سيو د چلډرن» مرستندويه سازمان پر دفتر تر بريد وروسته چې پړه یې افراطي ډلې داعش منلې ده، په افغانستان کې د دغه سازمان فعاليت ځنډول شوي دی. د دغه سازمان له خوا په خپرې شوې بيانيه کې ويل شوي: «په جلال آباد کې د ترسره شوي بريد په وړاندی د غبرگون په توگه په ټول افغانستان کې خپل فعاليتونه په موقتي توگه ځنډو او خپل ټول دفترونه تړو.»
له آلمانه اخراج شوي ۱۹ مهاجر کابل ته رسیدلي
د مهاجرو د يوه سازمان په حواله د آلمان څخه په يوه الوتکې کې ۱۹ رد شوي افغان مهاجر کابل ته رسیدلي دي. زياته شوې چې ليږدول شوي زياتره ځوانان دي چې ډیرو یې د خپل ژوند زياته برخه د افغانستان څخه د باندې تيره کړې ده. دغه کسان د کابل په هوايي ډگر کې ذکر شوي سازمان ته سپارل شوي دي. دا رد شوي مهاجر پرون، سه شنبه ماښام د يوې چارتر الوتکې په واسطه چې د دوسلدورف ښار څخه پرواز کړې وو، کابل ته استول شوي.
سوريه: د ترکي پوځ د عملياتو پر وخت تقريباً ۲۶۰ انسانان وژل شوي
د ترکي پوځ د معلوماتو په حواله د سوریې په شمال کې یې د پوځي عملياتو پر وخت د ترهگرو سازمانونو لږ تر لږه ۲۶۰ غړي وژلي دي. د ترکیې د بهرنيو چارو وزیر ميلوت چاوش اوغلو د تلویزيون له لارې اعلان وکړ چې پوځ وکولای شول چې د عملياتو ساحه د فرات سيند ختيځ کې پرتو سيمو پورې وغځوي. د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د خپل ترکي سيال رجب طيب اردوغان سره د يوه تليفوني تماس له لارې پر دې عملياتو انديښنه څرگنده کړه.
«آلمان په ۲۰۱۷ م کال جگړه ځپلو سيمو ته وسلې صادرې کړي»
د آلمان ستر ائتلافي حکومت د مخکنيو حکومتونو په پرتله هغو سيمو ته چې ترنگلتياوې پکښې موجودې دي، د وسلو د ليږد زيات منظور کړي دي. د آلمان د سوسيال ديموکرات او مسيحي اتحاد گوندونو ترمنځ د ائتلافي حکومت پر وخت يعني د ۲۰۱۴ م کال څخه ۲۰۱۷ م کاله پورې د کابو ۲۵ ميليارده يورو په ارزښت د وسلو د صادرولو په اصطلاح انفرادي منظورې شوی ده.
ليبيا: غبرگو بريدونو درنه مرگ ژوبله اړولې
د ليبيا په بنغازي ښار کې د غبرگو بريدونو په نتيجه کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د روغتون د کارکونکو له خوا ويل شوي چې د ځينو ټپيانو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ دی. د هيواد په ختیځ کې د پراته دې ښار يوه مسجد ته څيرمه دوه بمونه پرله پسې وچاودل. د رسنيو په حواله په وژل شويو کې د سيمه ایزو مليشو مشر هم شامل دی. تر اوسه د بريد پړه چا نه ده منلې.