لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پاکستان د امريکا د فشار په نتيجه کې له طالبانو سره خبرې کوي
د امريکا متحدو ایالاتو د سختو فشارونو له وجې چې گويا دغه هيواد په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي، اوس پاکستان له طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو شوی دی. د آلمان د خبري آژانس د امنيتي کړيو په حواله ويلي چې د طالبانو د قطر د دفتر يو هئيت د دوشنبې په ورځ اسلام آباد ته رسيدلی دی. ويل شوي چې د ليدنې کتنې په ترڅ کې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پيلولو پر امکاناتو خبرې وشي.
ترمپ د جنورۍ ۱۶ د دينونو د آزادۍ د نړيوالې ورځې په توګه اعلان کړه
د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جنورۍ ۱۶ نيټه د ديني آزادۍ د نړيوالې ورځي په توگه اعلان کړه. نوموړي په يوه اعلاميه کې وويل: «پر دين په آزاده توگه عمل کول د شخصي او ملي ثبات سرچينه ده او ساتنه یې د انساني وقار د ساتنې له پاره ډيره اړينه ده.» په اعلاميه کې زياته شوې ده چې دا نيټه ځکه انتخاب شوی، ځکه په ۱۷۸۶م کال کې په همدې ورځ په ويرجينيا ايالت کې د دينونو د آزادۍ قانون تصويب شوې وو.
برېتانيا او فرانسه نوی سرحدي تړون رامنځته کوي
بريتانيا او فرانسه په پام کې لري چې د مهاجرو د راتگ د مخنيوي په موخه د سرحد د خونديتوب نوی تړون رامنځته کړي. د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ په حواله بريتانيا له فرانسې سره ستري مالي مرستې هم په نظر کې نيولي دي. زياته شوې ده چې په دغه تړون کې د مهاجرو د کورنيو د يوځای کيدو د پروسو چټکول او د بريتانيا له خوا د کم سنه او بې سرپرسته مهاجرو د منلو خبره هم مطرح شوې ده.
د ترکیې او آلمان ترمنځ پر امنيتي موضوعاتو خبرې کيږي
آلمان او ترکيه غواړي په امنيتي مسايلو کې همکاري ولري. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په دې موخه به په برلين کې د دواړو خواو د لوړ پوړو استازو ترمنځ ليده کاته وشي. ویل شوي چې په غونډه کې به د افراطي ډلې «اسلامي دولت» يا داعش سره د مبارزې په اړه خبرې وشي. زياته شوې چې آلمان هغه ځای دی چې ترهگر ورته تگ راتگ کوي او د دوي د سفر لارې پر ترکيه تيريږي. له همدې کبله له ترکیې سره همکاري اړينه ده.
نتنياهو: د امريکا سفارت به په يوه کال کې بيت المقدس ته انتقال کړل شي
د اسرائيلو لومړی وزیر بنيامن نتنياهو تمه لري چې د راتلونکي کال په پيل کې به په بيت المقدس کې د امریکا سفارت پرانستل شي. د «Times of Israel» ورځپاڼې سره د خبرو پر وخت نوموړي وویل: «خو زه ډاډه يم چې سفارت به لا ژر بيت المقدس ته انتقال کړل شي.» ولسمشر دونالد ترمپ د دسمبر مياشتې په پيل کې بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توگه په رسميت پيژندلو اعلان وکړ. د هغه پر دې پريکړه سخت غبرگونونه وښوول شول.
آلمان: د يوې قاچاق وړونکې ډلې پر ضد چاپي وهل شوي
د آلمان پوليسو د هيواد په يو شمير ايالتونو کې د يوې پولندي ـ سوريايي انساني قاچاق کونکې ډلې پر ضد عمليات کړي. ويل شوي چې کابو ۱۷۰ تنو پوليسو په دې چاپو کې ونډه درلودله. د دې عملیاتو اصل مرکز برلين وو. د چاپو په ترڅ کې څو تنه نيول شوي دي. د آلمان د ايم ډي آر راډيو تلويزيون څه موده مخکې رپوټ ورکړې وو چې يوه پولندي ـ سوريايي ډله د کابو ۸۰۰۰ يورو په بدل کې سوريايي وگړي آلمان ته انتقالوي.
د آلمان د پخواني نازيانو د يوه غړي د بخښنې غوښتنه رد شوې ده
د آلمان د نازيانو د وخت د نظامي څانگې «وافن ايس ايس» د يوه پخواني غړي اوسکر گورنگ د بخښنې غوښتنه رد شوې ده. ۹۵ کلن گورنگ په ۲۰۱۵م کال کې د وژنې په ۳۰۰ زره قضيو کې د مرستې له کبله محکوم شوی وو. ويل شوي دي چې ده به د بنديانو د سامانو ساتنه کوله او د دوی څخه د ترلاسه شويو پيسو حساب به یې ساته او په دې توگه یې د نازي آلمان په لاگرونو کې په ترسره شويو مرگونو کې مرسته کړې ده.