لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په بلوچستان کې ۱۵ جسدونه موندل شوي
د پاکستان چارواکو ویلي دي چې د ايران سرحد ته څيرمه د بلوچستان په غرنۍ سيمه کې د ۱۵هغو کسانو مړي موندل شوي چې غوښتل یې په قاچاقي توگه اروپا ته ولاړ شي. ويل شوي دي چې دغه کسان په مرميو وژل شوي دي. يوه ځايي چارواکي رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې له جسدونو سره موندل شوي اسناد ښيي چې دوی په غير قانوي توگه ایران ته پر لار ول. د رپوټونو په حواله ټول وژل شوي کسان د پاکستان د پنجاب ايالت ول.
په افغانستان کې د مخدره موادو توليد زيات شوی دی
ملگرو ملتونو ويلي دي چې په روان ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان په هغو سيمو کې چې کوکنار پکښې کرل کيږي، د ترياکو توليد نوي ريکارد جوړ کړی دی. له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې په برخه کي د ملگرو ملتونو دفتر (UNODC) په خپله کلنۍ سروې کې موندلې ده چې په افغانستان کې سږ کال د ترياکو توليد کابو ۹ زرو ټنو ته رسيږي. د د دې راپور له مخي د تيرکال په پرتله سږکال په افغانستان کي د کوکنارو کښت ۶۰ سلنه ډير وو.
زيمبابوې: ولسمشر موگابې په کور کې نظر بند دی
د زيمبابوې د اوږدې مودې ولسمشر رابرت موگابې د پوځ له خوا په کور کې نظر بند شوی دی. دا خبره د جنوبي افریقا ولسمشر ياکوب زوما له موگابې سره تر تليفوني تماس وروسته کړې ده. د عيني شاهدانو په حواله د زمبابوې د مالیې وزیر هم نيول شوی دی. پوځ نن، چهار شنبه سهار د ولسمشر دفتر او د پارلمان ودانۍ محاصره کړه. تورن جنرال مويو وويل چې پر ولسمشر موگابې راتاو شوي جنايتکاران به محکمې ته وړاندي کړي.
د ترهگريزو پيښو د قربانيانو شمير کم شوی دی
د تروريستي بريدونو د قربانيانو شمير له تيرکال راهيسي په پر له پسې توگه د دويم ځل له پاره راټيټ شوی دی. په لندن کې د اقتصاد او سولې انستيتوت د ترهگرۍ نړيوال شاخص ښيي چې په تير۲۰۱۶م کال کې په ټوله نړۍ کې کابو ۲۶ زره انسانان د تروريستي بريدونو قرباني شوي دي چې دا د ۲۰۱۵ م کال په پرتله ۱۳ سلنه کم دي. تر ټولو زيات ترهگريز فعاليتونه په افريقا، منځني ختيځ او آسيا کې شوي دي.
ملگري ملتونه غواړي تر ۲۰۱۵م کال پورې د ماشومان کار له منځه يوسي
ملگري ملتونه غواړي تر ۲۰۲۵م کال پورې د ماشومانو کار له منځه يوسي. د ملگرو ملتونو د کار د نړيوال سازمان له خوا ويل شوي چې د کوچنيانو کار بايد نور هير شي. زياته شوې ده چي اوس هم ۱۵۲ميليونه ماشومانو چې عمرونه یې د ۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، مجبور دي قسماً تر سختو شرايطو لاندي کار وکړي. دغه سازمان د نړۍ د ټولو ماشومانو له پاره د آزاد او لوړ معيار د تعليم او مسلکې زده کړو د زمينې د برابرولو غوښتنه وکړه.
امريکا پر ميانمار اقتصادي بندیزونه نه لگوي
د امريکا متحدو ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر ريکس تيلرسن په ميانمار کې د روهنگيا بحران په تړاو د هر اړخیزو اقتصادي بندیزونو د نه وضع کولو خبره وکړه. خو نوموړي وويل چې امريکا متحد ايالات پر ځينو مهمو اشخاصو د دغه ډول بندیزونه لگول غواړي. ده وويل چې د دې شرط به «د باور وړ او اعتباري معلومات» وي. تيلرسن د ميانمار د حکومت د مشرې اونگ سان سوچي او د پوځ له مشر سره د خبرو اترو په موخه ميانمار ته تللی.