لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ او سيمې مهم خبرونه له انځورونو سره
د نيويارک پر بريد خواشيني څرگنده شوه
د نيويارک په منهتن سيمه کې يوه موټر چلونکي خپل موټر د بايسکلونو پر لاره ځغلولی او ۸ تنه یې وژلي دي. په پيښه کې ۱۱ سخت ټپيان شوي چې يو آلمانی هم پکښې شامل دی. بريد کونکی په ډزو تر ويشتل کیدو وورسته نيول شوی دی. د رسنيو په حواله بريد کونکی د ازبکستان وگړی دی چې له څو کالو راپديخوا په امريکا کې په قانوني توگه ژوند کوي. ولسمشر دونالد ترمپ تر بريد وروسته امريکا ته د سفر د کنترول د لا سختولو اعلان کړې.
پاکستان: يوې ناوې د خپل خاوند په گډون ۱۷ تنه وژلي
د پاکستان پوليسو يوه ناوې خپل خاوند او د هغه د کورنۍ نورو ۱۷ غړيو ته د زهر ورکولو په شک نيولې ده. ويل شوي چې دغه ناوې ظاهراً تيره اوونۍ د خپل خاوند له پاره شیدو کې زهر گډ کړي وو، خو دغو زهرو په سهوا نور ۱۷ کسان وژلي دي. پيښه د پنجاب ایالت په یوه لیرې پرته سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو ويلي چې یوه ځایي قاضي دوی ته د دوو اوونیو له پاره اجازه ورکړې چې له دغې ښځې څخه پوښتنې گرویږنې وکړي.
يمن: هوايي بريد درنه مرگ ژوبله اړولې
د سعودي عربستان په مشرتوب د پوځي ائتلاف هوايي بريد د يمن په شمالي ايالت صعده کې تر شلو زيات انسانان ووژلي. د رويټرز خبري آژانس يوه خبريال له سيمې څخه خبر ورکړې چې د سحار ولسوالۍ يو بازار د بريد هدف گرځيدلی. د ۲۰۱۵م کال راهيسې د سعودي عربستان په مشرتوب يو پوځي ائتلاف هڅه کوي چې په یمن کې شيعه حوثي مليشې وځپي او ولسمشر منصور هادي بيرته واک ته ورسوي. په يمن کې د ولسي وگړو وضعيت وار د واره خرابيږي.
فلسطين: حماس فتح ته د پولو مديريت سپاري
په غزه کې واکمنې تندلارې ډلې حماس د محمود عباس په مشرۍ په فلسطيني سيمو کې واکمنې معتدلې ډلې فتح ته د پولو د مديريت په سپارولو پيل کړی. د رسمي مراسم په ترڅ کې چې مصري استازي هم پکښې موجود ول، د مصر سره د سرحدي پاټک رفاح د کنترول چارې فتح ډلې ته وسپارلې شوې. د فلسطنيانو دې دواړو سترو ډلو د اکتوبر پر ۱۲ نيټه په قاهره کې پر پخلاينه توافق وکړ.
يونيسف: په سونه ميليونه هلکان او نجونې د زور زياتي ښکار دي
د يونيسف په حواله په ټوله نړۍ کې د ماشومانو پر وړاندې زور زياتی دوام لري. ويل شوی چې درې په څلورمه برخه نجونې او هلکان د دوو تر څلورو کالو عمر ترمنځ د مور او پلار او يا بل سرپرست له خوا د جسمي او يا لفظي زور زیاتي سره مخامخ کيږي. رپوټ وايي اټکل کيږي چې ۱۵ او ۱۹ کالونو ترمنځ عمر لرونکي ۱۵ ميليونه نجونې د جنسي تیري ښکار شوي دي. په تيره بيا کيميرون او بنگله ديش کې وضعه ډيره خرابه ده.
سوريه: په ژمي کې به زياتو مرستو ته اړتيا وي
د داعش له منگلو څخه د حلب ښار تر آزادولو کابو يو کال وروسته د کاريتاس مرستندويه ټولنه اوس په دغه ښار کې را روان ژمي ته اندیښمنه ده. د ټولنې د منځني ختیځ د برخې مشرې انگيلا گيتنر وويل چې د ټول هيواد په کچه کابو ۱۳ مليونه سوريايي وگړي مرستو ته اړتيا لري. دې وويل: «په ادليب او هم په رقه کې داسې سيمې شته چې اوس هم پکښې جگړه روانه ده. له دغه ځايونو اوس هم ډير شمير کسان د مهاجر کيدو په حال کې دي.»