لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
کويټه: ځانمرگي بريد پوليسو او ملکيانو ته مرگ ژوبله اړولې
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې نن، چهار شنبه پر پوليسو د يوه موټر بم بريد په نتيجه کې لږ تر لږه ۵ تنه پوليس او دوه ملکيان وژل شوي دي. دا پيښه په کويټه ښار کې رامنځته شوې ده. په همدې ښار کې په يوه جلا پيښه کې يو پولیسد نامعلومو موټر سايکل سپورو له خوا په ډزو وژل شوی دی. همدا راز افغانستان ته په څيرمه قبايلي سيمه کې دوه تنه امنيتي ساتونکي د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د غزني او پکتيا د بريدونو د قربانيانو شمير ۸۰ تنو ته لوړ شوی
افغانستان کې د پرون سه شنبې د دوو ځانمرگو بريدونو د قربانيانو شمير ۸۰ ته رسیدلی او کابو ۳۰۰ تنه نور ټپيان دي. دغه بريدونه افغان امنيتي ځواکونو ته متوجې ول. د سه شنبې په لومړي کې د پکتيا د پوليسو د مشر په گډون کابو ۶۰ تنه ووژل شول. د پرون ورځ دويم بريد د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د کابو ۲۰ تنو ژوند واخيست چې ۱۵ یې امنيتي ساتونکي او ۵ ملکيان ول. په دې بريد کې ۴۶ کسان ټپيان شوي ول.
چين: د کميونستي گوند کانگره پیل شوه
د چين رئيس جمهور او گوندي مشر شي جين پينگ د خپل کميونستي گوند ۱۹ کانگره پرانيسته. په پيکنگ کې د خلکو د گوند په ستر تالار کې شي د گوند پر غړو غږ وکړ چې د هغو ټولو هڅو شنډولو ته دې چمتو واوسي چې د گوند د مشرتابه د کمروزي کولو پاره کيږي. ده وويل چې هيواد مو يوه داسې «نوې پړاو» ته داخليدونکی دی چې دغه گوند به پکښې د «چين سوسالیزم» عملي کړي. په دې يوه اوونیزه غونډه کې به د شي ترڅنگ نوی مشرتابه غوره شي.
د آلمان کابينې د پوځ بهرني ماموريتونه تصويب کړل
د آلمان حکومت په بهر کې د آلمان د پوځ د اووه ماموريتونو موده د دريو مياشتو له پاره وغځوله. د آلمان نوی حکومت به چې درې مياشتې وروسته به په کار لاس پورې کړي، د ماموريت د اصلي مودې، د عسکرو په شمیر کې د تغير او يا دندې په اړه پريکړه وکړي. په دې اووه ماموريتونو کې د آلمان د پوځ دوه ستر ماموريتونه هم شامل دي چې يو یې په مالي کې د ملگرو ملتونو د سولې ماموريت او دويم د افغانستان کې روزنیز ماموريت دی.
په آلمان کې د نوي حکومت د جوړولو په هلکه خبرې اترې پيل شوې
په آلمان کې تر پارلماني ټاکنو درې اوونۍ وروسته مسيحي اتحاد او آزاد گوند په لومړي ځل سره ليدلي څو د زرغون گوند سره په شريکه د يوه ائتلافي حکومت د رامنځته کولو پر سر وغږيږي. په لومړي سر کې د آلمان د مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او لیبرال گوند استازو سره وکتل. د پنجشنبې له پاره د ليبرال او زرغون گوند ترمنځ خبرې اترې په نظر کې نيول شوي دي. د جمعې په ورځ به بيا څلور سره گوندونه يوځای کيږي.
اسرائيلو زور زياتي ته د لمن وهلو په تور څو فلسطيني رسنۍ تړلي دي
د اسرئيلو پوځ د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د چاپو پر وخت اته فلسطيني رسنۍ تړلي دي. د فلسطيني رسنيو په حواله په ډيرو ښارونو کې دفترونو د شپږو مياشتو له پاره تړل شوي او دروازې یې مهر لاک شوي دي. زياته شوې ده چې يو شمير فلسطنيان نيول شوي دي. د «القدس» په نوم د فلسطينۍ ورځپاڼې په حواله چاپې په رام الله، نابلوس، بيت الحلم او هيبرون ښارونو کې وهل شوي دي.