لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
کندهار: «د وسله والو په يرغل کې ۴ تنه پوليس وژل شوي »
اسوشيتد پريس خبري آژانس د افغان چارواکو له قوله خبر ورکړې چې وسله والو طالبانو په کندهار ولايت کې څلور تنه پوليس وژلي دي. د کندهار د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق وويل چې وسله والو د يکشنبې په شپه ناوخته په معروف ولسوالۍ کې پر يوه امنيتي پوستې يرغل کړې او له پوليسو سره یې څو ساعته نښته کړې ده. د هغه په خبره افغان امنيتي ځواکونو بريد په شا تنبولی او وسله والو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ټايمز: «روسيه طالبانو سره د تيلو مرسته کوي»
ویل شوي دي چې روسيه په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته د میاشتې د ۲،۵ ملیونه ډالرو په ارزښت د ډیزل تيلو په استولو له دغې ډلې سره مرسته کوي. د برېتانیې «ټايمز» ورځپاڼې د طالبانو د يوه خزانه دار له خولې ليکلي دي چې د روسيې استخباراتي کارکونکي له ۱۸ میاشتو راهيسې د ازبکستان د سرحد له لارې افغانستان ته د تيلو تانکرونه ليږدوي. «ټايمز» د دغه سړي په حواله لیکلي چې تيل په وړيا توګه ليږدول کيږي.
آلمان: پخوانی افغان عسکر د مهاجر په توګه منل شوی
د آلمان د باډن ووتمبيرگ ايالت ادارې محکمې په لومړي ځل د مرافعې محاکمې په ترڅ کې يو افغان پناغوښتونکی د مهاجر په توګه منلی. د محکمې له خوا ويل شوي چې دغه ۲۴ کلن پخوانی عسکر په آلمان کې د پاتيدو اجازه لري. مخکې تر دې د آلمان د مهاجرت او کډوالو چارو فدرالي ادارې د ده غوښتنليک رد کړې وو. په پريکړه کې ويل شوي چې دغه پخواني افغان عسکر ته په خپل هيواد کې د حکومت د مخالفينو له خوا ګواښ متوجه وو.
د هسپانيې حکومت کاتالونيا ته نوی ضرب الاجل ټاکلې
د هسپانیې حکومت د کاتالونيا د حکومتي مشر چارلس پوژدمون د وړاندیز په هکله نا امیدې څرگنده کړې ده. پوژدمون د يوه ليک له لارې د هسپانې د لومړي وزیر ماريانو د ضرب الاجل سره تړلې هغې یوې پوښتنې ته سم ځواب نه دی ورکړی چې آيا ده د کاتالونیا خپلواکي اعلان کړې او که نه. پوژدمون يو وار بيا پر مادريد د ديالوگ غږ کړی. حکومتي وياندې په دې هکله وويل چې مادريد د نوموړي پر دې ځواب ډير خواشینې دی.
اتريش: تر ټاکنو وروسته د ائتلافي حکومت په هکله خبرې اترې
د اتريش په پارلماني ټاکنو کې د ښي اړخو د بریالیتوب څخه وروسته د زیبستیان کورڅ محافظه پال « د خلکو یا ولس» نومی گوند چې تر ټولو زیاتې رائ یې تر لاسه کړي دي، د یو ائتلافي حکومت په هکله له ټولو اړخونو سره خبرو اترو ته چمتو دی. کورڅ وويل چې غواړي داسې يو شريک ومومي چې ورسره خپل پروگرامونه عملي کړي او بدلون رامنځته کړي. د خلکو ګوند ښايي د ښي اړخه عوامپال ګوند او يا د سوسيال ديموکراتو سره ائتلاف وکړي.
د روهنگيايانو کښتۍ غرقه شوې
د ميانمار او بنگله ديش ترمنځ پر پوله په «ناف» سيند کې د کښتۍ د غرقيدو په پيښه کې لږ تر لږه اته روهنگيا مهاجر وژل شوي دي. د بنگله ديش پوليسو ويلي چې په کښتۍ کې تر ۶۰ زيات مهاجر سپاره ول چې ۲۱ تنه یې ژغورل شوي. د څلورو ماشومانو او څلورو ښځو جسدونه موندل شوي او پاتې نور مهاجر لا درکه دي. په دې تیرو اوونيو کې کابو ۱۸۰ روهنگيا مسلمانان بنگله ديش ته د رسيدو د هڅې په ترڅ کې په ناف سيند کې ډوب شوي دي.