لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
هلمند: ۳۰ تنه د طالبانو له بنده آزاد کړل شوي
افغان ځواکونو د دوی د خپلو معلوماتو پر اساس په هلمند ولايت کې تر ۳۰ زيات ملکي وګړي او د امنیتي ځواکونو غړي د طالبانو له بنده آزاد کړي دي. نن، دوشنبه سهار په کابل کې د دفاع وزارت له خوا ويل شوي چې دغه کسان په ناد علي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له خوا پر يوه کور تر يرغل وروسته آزاد کړل شوي دي. په هلمند کې ۲۱۵ قول اردو ویاند محمد رسول ځاځي، وويل چې په دوی کې ۲۸ تنه ملکيان او څلور پوليس شامل دي.
پاکستان په ستر پوځي رسم ګذشت کې بهرنيو عسکرو ته هم د ګډون بلنه ورکړې
د پاکستان د دفاع د ورځې د لمانځنې په ترڅ کې په ترسره کيدونکې ستر پوځي رسم ګذشت کې به په لومړي ځل بهرني عسکر هم برخه واخلي. د پوځ وياند آصف غفور، ويلي چې د مارچ د ۲۳ نيټې په مراسمو کې د چین او ترکیې پوځونو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. څارونکي وايي دا کار د ګاونډي هیواد هند له خوا د پاکستان د منزوي کولو د هڅې په غبرګون کې کیږي. د مارچ پر ۲۳ د پوځ ستره برخه نندارې ته وړاندې کيږي.
د ترکیې او هالنډ ترمنځ ديپلوماتيکه لانجه پراخه شوې ده
هالنډ د ترکیې له خوا په رسمي توګه د بخښنې پر غوښتنه ټينګار کړې. د هالنډ مرستيال لومړي وزیر لودویک اشر، وويل چې په تيره بيا د ولسمشر رجب طيب اردوغان هغه څرګندونې چې هالنډيانو ته یې فاشتان او نازيان ويلي، بايد بیرته واخیستلې شي. ده وويل دا ډيره د کرکې وړ ده چې د دوی وګړي د نازيانو په توګه وښکنځل شي. د ترکیې حکومت هم غوښتنه کړې چې هالنډ دې د ترکي سياستوال پر سفر د بنديز له کبله رسمي بخښنه وغواړي.
ديميزير: آلمان د ترکي سیاستوالو د کمپاين ځای نه دی
د آلمان د کورنيو چارو وزیر توماس ډيميزير، په آلمان کې د ترکي سياستوالو د انتخاباتي مبارزو پر وړاندې څرګند دريځ نیولی. ده وويل:«زه دا نه غواړم. آلمان د ترکیې د انتخاباتي مبارزې ځای نه دی.» ده زياته کړه دا چې آلمان هم د هالند په څير پر ترکي سياستوالو د سفر بندیز ولګوي، بايد «عاقلانه وسنجول» شي. ديميزير ټينګار وکړ: «هغه څوک چې د آلمان فدرالي جمهوريت او يا اساسي قانون ته ښکنځل کوي، يو جرم ترسره کوي.»
«د سوریې ياغيان به د آستانه په خبرو کې برخه وانخلي»
د سوریې د ياغيانو استازي نه غواړي په آستانه کې د سوریې د سولې په خبرو اترو کې چې د سه شنبې او چهار شنبې ورځو له پاره په نظر کې نيول شوي، برخه واخلي. د ياغيانو د هئيت وياند اسامه ابو سيد، د دې علت د زور زياتي د درولو په تړاو د شويو ژمنو نه پر ځاي کول په ګوته کړل. د قزاقستان په پلازمينه آستانه کې د سوریې د سولې دا خبرې اترې لا په جنورۍ مياشت کې د روسیې، ايران او ترکیې په زيار پيل شوې وې.
يونیسف: په سوريه کې په مليونو ماشومان له خطر سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې «يونيسف» له نظره تير کال په سوريه کې د کورنۍ جګړې له پيل راهيسې د ماشومانو له پاره تر ټولو ناوړه کال وو. يوازې په تير کال کې د زور زياتي له کبله ۶۵۲ ماشومان وژل شوي چې دا د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۲۰ سلنه ډيروالی ښيي. زياته شوې چې په ټوليزه توګه د مستقيم زياتي او د ماشومانو د حقونو څخه د سرغړونې د ۲۵۰۰ زياتې پيښې په رسمي توګه ثبت شوي دي.