لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«د موصل هوايي ډګر له داعش څخه ونيول سو»
د عراق د دولتي تلويزيون د پنجشنبې د ورځي د راپور له مخي د دغه هيواد ځواکونو له داعش څخه د موصل ښار هوايي ډګر نيولی دی. زياته سوې چي د هوايي ډګر بشپړه درې کلومتره ساحه د حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندي راغلې ده. یاد تلويزيون د خپلو معلوماتو منبع په موصل کي خپل خبريالان بللي دي. عراقي پوځ د پنجشنبې په سهار ويلي ول چي د موصل د هوايي ډګر د نيولو له پاره يې تعرضي عمليات پېل کړي دي.
لاهور کې بمي بريد ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکزي ښار لاهور کي يوې بمي چاودنې لږ تر لږه ۶ انسانان وژلي او لږ تر لږه ۳۰ نور يې ژوبل کړي دي. د لاهور په يوه عصري سيمه کي دغه چاودنه د پاکستاني پوځ د هغه اعلان څخه يوه ورځ وروسته وسوه، چي په ټول هيواد کي يې د تندلارو پر ضد عمليات پېل کړي دي. د پوليسو وياند ناياب حيدر ويلي چي دا يو «بمي بريد وو».
په ژنيف کي د سوريې په تړاو خبري ادامه پيدا کوي
سوريې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ستیفن دې ميستورا ملګرو ملتونو له پاره د سوریې د سفير بشر الجعفري سره په ژنيف کي وليدل. دې ميستورا غواړي چي وروسته د سوريې د جګړې د ياغي ډلو له استازو سره هم وګوري. د لسو مياشتو تر مخه د خبرو اترو د ناکامېدو وروسته دا لومړی ځل دی چي په ژنيف کي د سوريې پر کړکیچ بيا خبري اتري پيليږي. په عين حال کي په سوريه کي يو ځل بيا د مرستو پر يو کاروان بريد سوی دی.
آلمان کې ۲۶ کلن د بمي بريد پلانولو په تور ونيول سو
د آلمان په نيدرزاکسن ايالت کي پوليسو يو ۲۶ کلن کس د بمي بريد د پلانولو په تور نيولی دی. په څېله نومي ښار کي د اړونده څارنوال په وينا پر نيول سوي کس د دولت پر ضد د لوی بريد پلان کولو تور دی. ويل سوي چي د نيول سوي کس په کور کي د بم جوړولو مواد موندل سوي دي. زياته سوې چي په لومړي تحقيق کي تورن کس دا منلې چي غوښتل يې پر پوليسو او عسکرو بريد تر سره کړي. نيول سوی کس آلمانی سلفي مسلمان بلل سوی دی.
آلمان کې ايالتي وزيرانو د افغان مهاجرو پر اخراج نيوکي کړي
د آلمان د بيلو ايالتونو وزيرانو افغانستان ته د افغان مهاجرو د لېږد د لړۍ پر جاري ساتلو نيوکي کړي دي. په دې ترڅ کي د شلسويګ هولشتاين ايالت د کورنيو چارو وزير او د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوال شتېفان شتودت ويلي دي چي په افغانستان کي هيڅ داسي سيمه نسته چي په کرامت او امن کي ورته د مهاجرو لېږد دي ممکن وي.
په نيجيريا کي دوه آلمان لرغونپوهان تښتول سوي
د نيجيريا هيواد په شمال کي دوه آلماني لرغون پوهان تښتول سوي دي. د پوليسو يوه وياند فرانس پرس خبري آژانس ته د دې پخلی کړی دی چي ياد کسان د کادونا په ايالت کي اختطاف سوي دي. د رسنيو د راپورونو له مخي دغو کارپوهانو د يوې ډلې سره د کيدنې کارونه پر مخ وړل چي ورته کمين ونيول سو. زياته سوې چي له دغې ډلې څخه دوې ښځينه غړې پرېښودل سوي دي.