لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په موصل کې د يو ميليون څخه زيات انسانان په خطر کې دي
د عراق د شمالي ښار موصل د آزادولو له پاره د عملياتو د پيل وروسته د «اين آر سي» مرستندويه ټولنې په حواله کابو ۱،۲ ميليون انسانانو ته خطر متوجې دی. په عراق کې د دغه ټولنې مشر وولفګنګ ګرېسمن وويل، اندیښنه لرو چې د دې عملياتو په نتيجه کې رامنځته شوې بشري ناورین به ډير شديد وي. د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې سازمان «يو اين ايچ سي آر» له موصل څخه د کابو يو ميليون مهاجرو د راتګ اټکل کوي.
«اروپايي ټولنه پر روسیې د بنديزونو پلان نه لري»
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د مسئولې فيدریکا موګيريني په حواله به اروپايي ټولنه د سوریې د کړکيچ په تړاو پر روسیې هيڅ بنديزونه وضعه نه کړي. نوموړې په لوګزامبورګ کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې وويل چې يوه غړي هيواد دغه وړانديز کړې وو. خو په دې غونډې کې د سوریې پر رژيم د اضافي بنديزونو په هلکه بحث ترسره شو. آلمان هم پر روسيه د بنديزونو د لګولو د وړاندیز مخالفت وکړ.
په آلمان کې کابو ۵۱ زره بې سر پرسته ماشومان مهاجر ژوند کوي
په آلمان کې دمګړۍ تقريباً ۵۱ زره بې سرپرسته مهاجر ماشومان ژوند کوي. د «فونکه» د رسنيز شرکت د ورځپاڼو په حواله دغه معلومات د کورنيو چارو وزارت د آلمان د زرغون ګوند په غوښتنه خپاره کړي. د ورځپاڼې په حواله تر ټولو زيات بې سرپرته ماشومان په نورت راين ویستفالن ايالت کې اوسي چې شمير یې کابو ۱۱ زره دی. په بايرن ايالت کې کابو ۷۳۰۰ او په باډن وورټنبيرګ کې ۶ زره ۸۰۰ بې سرپرسته مهاجر ماشومان ژوند کوي.
د برازيل په زندان د اخ و ډب په ترڅ کې ۲۵ تنه وژل شوي
د برازيل په يوه زندان کې د مخالفو باندونو ترمنځ د اخ و ډب په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ تنه زندانيان وژل شوي دي. د پولیسو د یوه وياند له قوله ويل شوي چې له اووه تنو زندانيو سرونه پرې شوي او شپږ تنه سوځول شوي دي. سربيره پر دې د بوا وستا ښار په دې زندان کې د زندانيانو ۱۰۰ تنه د کورنۍ غړي هم یرغمل نيول شوي ول. یرغمل شوي کسان چې زياتره یې ښځې وې د ځانګړو ځواکونو له خوا آزاد کړل شوي دي.
آلمان: په یوه کيمياوي شرکت کې درنه چاودنه شوې
د آلمان په لودوګزهافن کې د «بي ای ایس ایف» په نامه د کيميايي موادو په یوه شرکت کې پر يوه نل ليکه د کار پر ترڅ کې یوه زوروه چاودنې شوې. د شرکت له خوا ویل شوي چې په دې ترڅ کې ګڼ شمیر کسان ټپيان شوي او ډیر لادرکه دي.د دغه شرکت وياندې وويل چې د دغه نل لیکې له لارې مواد د کښتيو څخه د توليد خونو ته انتقاليدل. د ښار له اوسيدونکو څخه د لوګې له کبله د کړکيو او دروازو د بندو ساتلو غوښتنه شوې.
اروپايي ټولنې د کانګو جمهوريت ته د بندیزونو ګواښ کړی
په کانګو جمهوريت کې د زور زياتي د پيښو له کبله اروپايي ټولنې دغه هيواد ته د بنديزونو ګواښ کړی. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو شريکه پريکړه کې ویل شوي چې اروپايي ټولنه به د هغو پر ضد چې د شخړې د سوله ايز حل پر لار کې خنډ اچوي، له ټولو شتو وسايلو څخه کار واخلي. د مرکزي افريقا په دغه هيواد کې د خونړي اخ و ډبونو پس منظر په دغه هيواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د نيټې ځنډول دي.