لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په سوریه کې ټولې مرستې درول شوي
په سوریه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر کاروان د ناوړه هوايي بريدونو وروسته دغه هیواد ته د مرستو لیږد درول شوی دی. په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د بيړنيو مرستو همغږي کونکي شټيفان اوبراين وویل چې لومړی بايد امنيتي وضعيت وارزول شي. دغه سازمان د حلب شمال ختیځ لوري ته د مرستو پر کاروان پر هوايي بريدونو چې ډيري تلفات یې هم درلودل، سخت غوسه او مایوسي څرګنده کړه.
ډیمیزیر له مهاجرو څخه په ټولنه کې د ادغامیدو په موخه د زیات زیار غوښتنه وکړ
د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ډيميزیر د مهاجرو د ښه ادغام له پاره خپله له مهاجرو او ټولنې څخه د زیات زیار د ویستو غوښتنه کړې. نوموړي په برلين کې وویل چې د وسایلو د استفادې په نسبت باید د ادغامیدو د اهدافو او جامعې سره د مطابقت په باب ډیري خبري وشي. ده زیاته کړه دا په دې معنا نه ده چې یو مهاجر چې کار لري او آلماني ژبه یې يو څه زده وي او په کوم جرم نه وي تورن، له دې کبله په ټولنه کې ښه ادغام دی.
د نیس ښار د برید په تړاو نور ۸ تنه نيول شوي
د فرانسې په جنوبي ښار نيس کې د تروريستي بريد په تړاو نور ۸ نيول شوي دي. پلټونکو ویلي چې دغه ټولو کسانو د برید کونکي سره څه نه څه تړاو درلود. نیول شوي کسان د فرانسي او تونس اتباع دي. دغه کسان په نیس ښار او یا په شا او خوا سیمو کې نیول شوي . په نیس ښار کې د فرانسې د ملي جشن د لمانځلو په مراسمو کې یوه تن یوه لارې په خلکو ورخيژوله چې په پايله کې یې ۸۶ انسانان ووژل شول او د ۴۰۰ زیات ټپيان شول.
د نیویارک پر برید ګر د اقامې دعوا شوې
په نیویارک کې د بمي بريد په تړاو نيول شوی شکمن تن په پنځوو مواردو کې د قتل په هڅه تورن شوی. د یونین کاونټي څارنوالۍ د پولیسو سره د ډزو د تبادلې له کبله د اقامې دعوا کړې چې د پولیسو او د دغه ۲۸ کلن ترمنځ د ده د نیول پر وخت ترسره شوې وه. د برید او د نورو موندل شویو چاودیدونکو توکو په تړاو لا کومه دعوا نه ده ترسره شوې. په نیویارک کې د شنبې په ورځ دې بمي برید ۲۹ انسانان ټپيان کړي ول.
آلمان د مهاجرو له پاره د پیسو د یوه صندوق د رامنځته کولو غوښتنه کړې
د آلمان د پراختیا وزیر ګیرد میولر په نیویارک کې د مهاجرو په تړاو د ملګرو ملتونو د غونډې پر مهال په دې د کډوالو سره د مستې په موخه د پېسو د يوه دايمي صندوق د رامنځته کولو وړاندیز وکړ. ده وویل غړي هيوادونه باید د خپل مالي توان سره سمه مرسته وکړي. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړو هیوادونو په اصطلاح د نیویارک په اعلامیه کې د مهاجرو د ژوند د شرائطو د ښه کولو ژمنه هم وکړه.
کانګو جمهوریت: د اپوزيسيون دفترونو سوځول شوي
په کانګو جمهوریت کې د اپوزيسيون د دريو ګوندونو مرکز ته د اور ورته کولو له امله لږ تر لږه دوه انسانان وژل شوي دي. د فرانس پريس خبري آژانس خبریالانو په کنساشا کې د اپوزيسیون د متحدو ګوندونو په مرکز کې دوه مړي ليدلي. دوی همدا راز د دریو تنو د ټپي کیدو خبرونه هم ورکړي دي. د اپوزيسيون په حواله د دوشنبې په ورځ په کنساشا کې د پوليسو او احتجاج کونکو ترمنځ د خونړي اخ و ډب په پایله کې ۵۰ تنه ووژل شول.