لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د سوریې دریو ښارونو ته بیړنۍ مرستې رسیدلي دي
د سوریې د یاغیانو تر کنترول لاندې دریو سیمو ته بیړنۍ مرستې رسيدلي دي. د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو سازمان له خوا ویل شوي چې د سوریې تلبیسه ښار او همدا راز په شمال کې د اروم الکبرا سیمې ته په مرستو بار لارۍ روانې دي. دولتي خبري آژانس «سنا» رپوټ ورکړی چې د سرې میاشتې د سازمان په مرستو بار لارۍ د دمشق جنوب کې پرتې معظمه الشام سیمې ته رسیدلي دي.
د متحدې روسیې واکمن ګوند درې په څلورمه برخه اکثريت خپل کړی
په روسيه کې واکمن د «متحدې روسيې» د کريملن ګوند مطلق اکثریت خپل کړی دی. د نوي پارلمان درې په څلورمه برخه استازي به له دې ګوند څخه وي. د ټاکنو مرکزي کميسيون ويلي دي چې دې ګوند د پارلمان د ولسي جرګې یا دوما د ۴۵۰ څوکيو څخه ۳۴۳ ترلاسه کړي دي. د لومړيو شميرو په اساس کمونستانو ۴۲، ليبرال ديموکراتو ۴۱ او د باعدالته روسيې ګوند ۲۱ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
په نیوجرسي کې د بمونو د خنثی کولو پر وخت چاودنه شوې
د اوونۍ په پاي کې په نيويارک کې د چاودنې وروسته پوليسو په نيوجرسي ايالت کې په یوه کثافت دانۍ کې د شا په يوه بکس کې پنځه بمونه موندلي دي. د الیزابت ښاوال کرستیانو بولویګ، وويل چې د ريموټ کنترول له لارې د بمونو د خنسی کولو پر وخت یو بم وچاودیده خو په دې ترڅ کې چاته زیان نه دی اوښتی. په نيويارک کې د شنبې په ورځ د يوې چاودنې په ترڅ کې ۲۹ انسانان ټپيان شول.
په ترکیه کې د داعش سره د تړاو په تور د افغانونو په ګډون څو تنه بهرنيان نیول شوي
په ترکيه کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو د چاپې پر وخت په استانبول کې د افرطي ډلې «اسلامي دولت» سره د احتمالي تړاو په تور ۴۰ تنه خارجي اتباع نيولي دي. په فاتح سيمه کې د ۲۰ زیات کورونه پلټل شوي. نیول شوي شکمن کسان د افغانستان، ايران، عراق او آذربايجان وګړي دي. له دوی څخه ځيني څو ځو ځلي سوريې ته هم تللي دي. په ترکيه کې په دې وروستيو کې ډير بريدونه ترسره شول چې پړه يې «اسلامي دولت» ډلې یا داعش منلې وه.
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان غړیو هیوادونو ته ډیر شمیر مهاجر ورغلي
دا دویم کال دی چې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان « او اي سي ډي» غړیو هيوادونو کې په پرله پسې ډول د مهاجرو شمیر لوړ شوی دی. د دې سازمان په يوه رپوټ کې ويل شوي چې په ۲۰۱۵م کال کې کابو ۴،۸ میلیونه انسانان دې هيوادونو ته راغلي دي چې دا د ۲۰۱۴م کال په پرتله کابو ۱۰ سلنه لوړ والې ښيي. په دې سازمان کې له نوي زيلاند نه نيولې تر مکسیکو او آلمان پورې د ټولې نړۍ ۵۳ پرمختللي صنعتي هیوادونه شامل دي.