لنډ خبرونه په انځورونو کې
د امریکا ولسمشري ته نوماندو دیموکراتانو تلویزیوني مناظره وکړه
د امريکا متحده ايالاتو د دیموکراتانو د جمهوري رياست کاندیدانو په لمړنۍ تلویزوني مناظره کي پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیرې هیلاري کلینتن، د اجتماعي نابرابریو پرضد د یوې ښې مبارزې په حیث ځان تثبیت کړ. سناتور بِرني ساندرس، چي خپل ځان «دیموکرات سوسیالیست» معرفي کوي هم د کارگرانو او زیارکښې طبقې د مدافع په حیث راښکاره سو.
داعش او النصره جبهې روسیه په غچ اخیستني گواښلې ده
د سوریې په کورنۍ جگړه کي د روسیې تر مداخلې وروسته اسلام پالو تندلارو مسکو په غچ اخیستلو باندي گواښلی دی. هم اسلامی دولت ډلي او هم د االقاعدې د شبکې یوې څانگې «النصره جبهې» له خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې د امريکا متحده ايالاتو او روسیې پر ضد وجنگیږي.
پوليسو د بيت المقدس د عربې ناحیې د محاصره کولو اجازه تر لاسه کړه
په اسراييلو او د اردن د سیند لویدیځي غاړې د ختیځ بيت المقدس د عربو په ناحیه کي د دوامداره تشدد له کبله اسراييلي پوليس اجازه لري چي نوموړې سیمه محاصره کړي. د صدراعظم بنيامين نيتانياهو دفتر خبر ورکړی دی چې دا خبره د اسراييلوامنیتي کابینې تصویب کړې ده.
د فرانکفورت د کتابونو نندارتون پرانستل سو
د بیان پر آزادۍ باندې ټینگار او ملاتړ سره د فرانکفورت د کتابونو ۶۷ نندارتون پرانستل سو. د آلماني کتاب پلورنځیو د ټولني د رییس هاینریش ریت مویلر، په خبره آزادي د دبیان له آزادي پرته ممکنه نه ده. د ده په خبره «د عقیدې او نشریدو أزادي داسي یوه موضوع ده چي پر هغه باندي معامله نه سي کیدای ځکه چي هغه د یوې آزادي او دیموکراتي ټولني اساس دی.»
هالند د ۲۰۱۶ کال د اروپا له جام څخه اخراج سو
د هالند د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۶ کال د اروپا اتلولی څخه اخراج سوه. هالند په وروستي گروپ کی د چک د ملي تیم پر وړاندي د ۲ پر ۳ پایلې سره لوبه بایلله. ترکیې بیا د ایسلنډ په مقابل کي لوبه یو پر صفر سره وگټله او د اروپا جام ته راووته. کروشیا هم د مالټا پر وړاندې د یو پر دوه پایلې سره لوبه وگټله او په اروپايي جام کي شامله سوه.