لنډ خبرونه له انځورونو سره
د ايران عدليي چارواکي د مظاهرو د مشرانو له پاره د سختو سزاو غوښتنه کوي
د ایران عدلي چارواکي د حکومت ضد مظاهرو د مشرانو له پاره د سختو سزاو غوښتنه کړې. د ايسنا خبري آژانس په حواله د ايران د قضايي قوې مرستيال مشر حامد شهراني ويلي دي چي هغه ټول کسان چي د د ناکراريو په رامنځته کولو او تنظيمولو کې یې لاس درلود، بايد شديد مجازات شي. د دولتي رسنيو په حواله د مظاهرو مشران يا خو د اپوزيسيون د وسله والې ډلې «خلق مجاهدين» غړي او يا سلطنت غوښتونکي ول.
د سوریې په ادليب کې چاودنې ۲۳ تنه وژلي
په سوريه کې پوځ د پلازمينې دمشق په ختيځ کې د پرتې سيمې حرستا د محاصرې يوه کړۍ ماته کړې ده. له سيمې څخه د ورکړل شويو معلوماتو په حواله په دې ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰۰ کلابند عسکر آزاد شوي دي. بل پلو بيا د رسنيو د رپوټونو په حواله په ادليب ښار کې د چاودنې په نتيجه کې لږ تر لږه ۲۳ انسانان وژل شوي دي. ویل شوي دي چې چاودنه د القاعدې شبکې د يوې سيمه ايزې څانگې دفتر ته نزدې رامنځته شوي ده.
گابريل غواړي د ايران د بهرنيو چارو د وزیر سره د مظاهرو په اړه خبرې وکړي
په ايران کې حکومت ضد مظاهرو ته په کتو سره د آلمان د بهرنيو چارو وزیر زيگمار گابريل غواړي ډير ژر له خپل ايراني سيال جواد ظريف سره وغږيږي. گابريل وويل چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د سره يې په شريکه پتېيلې ده چې د امکان په صورت کې همدا راتلونکې اوونۍ جواد ظریف دعوت کړي. په دې منځ کې د ایران د پارلمان مشر علي لاريجاني له پوليسو او استخباراتو څخه د مظاهرو په تړاو د توضيحاتو وړاندې کولو غوښتنه کړې.
په آلمان کي د ائتلافي حکومت د رامنځته کولو په موخه تحقيقاتي خبري
د آلمان مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات گوندونه په دې اړه تحقيقاتي خبرې ترسره کوي چې آیا دوی ستر ائتلاف ته دوام ورکول غواړي که نه. د خبرو اترو تازه موضوع مالي مسايل دي. په دې اړه په برلين کې ويل شوي چې پلان شوې چې د ۴۲ سلنه ماليې له پاره د عايداتو د اندازې وورستۍ حد لوړ وټاکل شي. په دې توگه به هغه کسان چې ښه عايد لري نسبتاً لږه ماليه ورکوي.
مکرون د چين او اروپا ترمنځ پر تجارتي همکارۍ ټينگار وکړ
د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون چين ته د خپل سفر په پيل کې د اروپا او چين ترمنځ د تجارتي همکاريو د رامنځته کولو هوډ څرگند کړ. نوموړي په ژيان ښار کې چې د آسيا او اروپا ترمنځ د تاريخي تجارتي لاري د پيل مرکز دی، وويل چې د چين له خوا پلان شوې «د وريښمو نوې لار» به يو طرفه لاره نه وي. چين په پام کې لري چې د آسيا او اروپا ترمنځ د تجارت په موخه نوي سړکونه او پټلۍ وغځوي او سمندري لارې رامنځته کړي.
د چين ساحل ته څيرمه د تيلو يو ټانکر چاودنې له گواښ سره مخامخ دی
د ايران د تيلو يو ټانکر چې د چين ساحل ته څيرمه یې اور اخيستي وو، د چاوديدو او ډوبيدو له گواښ سره مخامخ دی. د چين د ترانسپورت وزارت په حواله د ټانکر ۳۲ تنه د عملې غړي هم لادرکه دي. د امريکا سمندري ځواک هم د يوې اکتشافي الوتکې سره د دغه کسانو په لټه کې برخه اخلي. دغه ټانکر د شنبې په ورځ له يوه چينايي بيړۍ سره تر ټکر وروسته اور واخيست. تر اوسه په لسونو زره ټنه تيل سوځيدلي او يا سمندر ته بهيدلي دي.