لنډ خبرونه له انځورونو سره
آلمان: ایران دې د بیان د آزادي درناوی وکړي
د آلمان فدرال حکومت په ایران کې د اعتراضونو دوام ته په کتو سره د ایران پر حکومت باندې غږ کړی دی چې د اجتماعاتو او د بیان د آزادی حق درناوی وکړي. په ایران کې د اعتراضونو دوام د او له کبله یې د مرګ ژوبلې رامنځ ته کیدو په اړه رپوټونو اندیښنې رامنځ ته کړي دي.
امریکا پر پاکستان فشارونه ډیر کړي دي
امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان باندې د هغه څه له کبله چې واشنګټن یې د له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د اسلام آباد نه همکاري بولي، فشارونه ډیر کړي دي. د ولسمشر دونالد ترمپ تر تویت وروسته چې پر پاکستان باندې یې د پوځي مرستو د قطع کولو ګواښ کړی وو، اوس په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې نیکې هیلي، د سه شنبې په ورځ وویل چې هیواد یې پاکستان ته پلان شوي ۲۵۵ میلیون ډالر پوځي مرستې ځنډولي دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر د پناه غوښتونکو د سن د تعین له معایناتو ملاتړ وکړ
آلماني کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، د پناه غوښتونو د سن د تعینولو له پاره له معایناتو څخه ملاتړ وکړ. هغه د چهارشنبې په ورځ وویل: «دا به له حده لوړه غوښتنه نه وي چې که پناه غوښتونکي په خپله په دې برخه کې له ادارو سره مرسته وکړي.» د آلمان د کورنیو چارو وزیر وویل چې که د پناه غوښتونکو د اسنادو له مخې د هغوی عمر په سمه توګه تثبیت نه شي نو د دې اړتیا شته چې دغه موضوع د طبي امکاناتو په مرسته حل شي.
د سویلي او شمالي کوریاوو تر منځ ارتباطي کنال بیا فعال شو
تر دوو کلونو اوږدې مودې وروسته، چې د شمالي او جنوبي کوریاوو تر منځ ارتباطي کنال بند شوی وو، پیانګ یانګ د چهارشنبې په ورځ د دې کنال د بیا رامنځ ته کیدو خبر ورکړ. ویل شوي دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د ۲۰ دقیقو له پاره خبرې هم شوي دي. د شمالي کوریا مشر کیم جون اون، د دوشنبې په ورځ سیولي کوریا ته د خبرو اترو وړاندیز هم کړی وو. اوس سیول راروانه اوونۍ د خبرو اترو له پاره وړاندیز کړې ده.
محمود عباس د ترمپ د ګواښونو ځواب ورکړ
د فلسطین د خودمختارې ادارې مشر محمود عباس، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر هغه ګواښونه رد کړي دي چې په کې فلسطین ته د واشنګټن د مرستو قطع کیدل راغلي وو. د عباس د یوه ویاند په خبره بیت المقدس او د دې ښار نور مقدس ځایونه د طلا او نقرې په بدل کې خرڅلاو ته نه وړاندې کیږي. د حماس تندلارې سازمان هم د امریکا دغه موقف د ټیټې کچې سیاسي باج اخیستنه بللې ده.
پر هندیانو باندې له تاج محل څخه د لیدو په برخه محدودیت رامنځ ته کیږي
د هند حکومت غواړي د تاج محل تاریخي ځای د ساتنې په موخه، له دې ځایه د لیدو له پاره پر هندي وګړو باندې شرایط یو سخت کړي او په دې برخه کې محدودیتونه رامنځ ته کړي. هندي چارواکو ویلي دي چې په راتلونکې کې به په ورځ کې یوازې ۴۰ زره کسان له دې ځایه د لیدو اجازه ولري. د تاج محل ودانۍ په اولسم میلادي قرن کې د شاه جهان په امر د هغه د ښخې په یاد له سپین مرمر تیږو څخه جوړ شوی دی.
څیړنه: په نیدرزاکسن کې ډیری تاوتریخوالی له پڼاه غوښتونکو سره تړاو لري
د یوې نوې څیړنې موندنې ښيي چې د آلمان په نیدرزاکسن ایالت کې د پناه غوښتونکو له خوا د له تاوتریخوالي ډکو اعمالو شمیر لوړ شوی دی. په دې برخه کې د یوې کاري ډلې د نتیجه ګیري پر اساس، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ د ټولو ثبت شویو له تاوتریخوالي ډکو اعمالو له ډلې څخه ۹۲ سلنه یې له پناه غوښتونکو سره نسبت لري.