لنډ خبرونه له انځورونو سره
ترکيه غواړي په ختيځ بيت المقدس کې د فلسطنيانو له پاره سفارت پرانیزي
د ترکیې حکومت غواړي چې د دغه هيواد سفارت ختيځ بيت القمدس ته انتقال کړي. دا خبره ولسمشر رجب طيب اردوغان وکړه. نوموړي په دې سره امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توگه د پيژاندلو او له تل ابيب څخه د سفارت د انتقال پر لانجمنه پريکړه غبرگون ښکاره کړ. د ملگرو ملتونو امنيت شورا به دوشنبه هغه پريکړه ليک تصويب کړي چې د امريکا د پريکړې مخالفت پکښې شوی دی.
کابل: د استخباراتو پر روزنیز مرکز يرغل پای ته رسیدلی
په کابل کې د ملي امنيت پر يوه روزنيز مرکز يرغل وشو. د کورنيو چارو وزارت يوه وياند وويل چې نن سهار په وسلو سنبال کسان يوې لوړې ودانې ته چې کار پرې روان وو، داخل شول او له هغه ځايه یې د استخباراتو پر روزنيز مرکز ډزي پيل کړې.د پوليسو په حواله جگړه د دوو وسله والو په وژل کيدو او دوو پوليسو په ټپي کيدو سره پای ته رسیدلې ده. د فرانسې د خبري آژانس په حواله داعش د بريد پړه پر غاړه اخیستې ده.
«له بنگله ديش سره پر توافق سربيره هم ميانمار د روهنگيا کلي سوځولي»
د ميانمار پوځ له بنگله ديش سره د روهنگيا مسلمانانو د بيرته ستنيدو پر سر تر توافق وروسته ښايي د دغه مسلمان اقليت نور کلي هم سيځلي وي. د بشري حقونو د څار سازمان له خوا ويل شوي چې د ستېلايت له لارې د اخيستل شويو انځورونو پر مټ د راخين ايالت ختيځ ته۴۰ داسې کلي پيژندلي چې د اکتوبر او نوامبر ترمنځ موده کې پکښې کورونه ويجاړ شوي. ميانمار د نوامبر پر۲۳ نيټه د مهاجرو د ستنيدو پر سر توافق کړی وو.
اسرائیل غواړي چې د مرگ سزا بيرته رايجه کړي
د اسرائيلو حکومت غواړي د ترهگرو له پاره د اعدام سزا رايجه کړي. د دفاع وزیر اودگور ليبرمن د گوند له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د شپږو حکومتي گوندونو مشرانو پر اړونده قانوني نوښت توافق کړی دی. د دې له مخې بايد يو ترهگر چې يو «بې گناه ملکي» وژني بايد د اعدام په سزا محکوم شي. ليبرمن استدال وکړ چې د اعدام سزا به د فلسطيني بريد گرو د ويرولو له پاره يو ښه گام وي.
«له عراق سره به مرستې د شخړو په هوارۍ پوري اړه ولري»
آلمان له عراق سره خپلې مرستې د مرکزي حکومت او کردانو ترمنځ د شخړې په حل پورې تړلي دي. د بهرنيو چارو وزیر زيگمار گابريل د عراق په شمال کې د کردانو د خپلواکمنې سيمې له مشر نيجرفان بارزاني سره تر ملاقات د مخه وويل چې آلمان له۲۰۱۴م کال راهيسې عراق ته تر ميليارد يورو زياتې پيسې ورکړي دي. خو ده وويل چې د نورې مرستې د ترلاسه کولو له پاره دغه هيواد کورنۍ لانجې په سوله ايز او ديموکراتيک ډول بايد حل کړي.
چلي: پخواني ولسمشر پینيرا ولسمشريزې ټاکنې گټلي دي
په چلي کې پخواني محافظه پال ولسمشر سيباستيان پینيرا د ولسمشرۍ ټاکنې گټلي دي. نوموړي ۶۸ کلن د ټاکنو په دويم پړاو کې د کابو ۵۵ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره د منځني کيڼ اړخو کانديد اليخاندرو گويلير ته ماته ورکړه. گويلير د ټاکنو نتايج منلي او پينيرا ته يې د بريا مبارکي ويلې. پينيرا پر خپل دې سيال د هيواد د بې وزله قشر د مرستې په موخه د همکارۍ غږ وکړ. پينيرا د ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۴ م کال پورې د چلي ولسمشر وو.