لنډ خبرونه له انځورونو سره
د طالبانو په بريدونو کې ۱۱ تنه عسکر وژل شوي
د افغانستان په دوو ولايتونو کې د طالبانو بريدونو لږ تر لږه ۱۱ تنه عسکر وژلي دي. د نيمروز د ولايت مقام وياند احمد عرب ويلي دي چې په دغه ولايت کې د پوځ پر يوې پوستې باندې د طالبانو د يرغل په نتيجه کې ۸ تنه عسکر وژل شوي دي. عرب زياته کړه چې طالبان پر شا تنبول شوي او پوسته بیرته نيول شوې ده. همدا راز د لوگر ولايت په چرخ ولسوالۍ کې درې افغان عسکر هغه وخت ووژل شول چې طالبانو یې پر کاروان بريد وکړ.
پاکستان: مذهبي اجتجاجونه د عدلیې د وزیر په استعفا پای ته رسيدلي
په پاکستان کې افراطي اسلامپالو خپل احتجاج د عدلیې د وزیر زاهد حامد تر استعفا وروسته پای ته رسولی دی. د «تحريک لبيک يا رسول الله» ملاتړ کوونکو د نومبر له ۸ نيټې راهیسې د اسلام آباد پر يوه مهمه لاره احتجاجي غونډه جوړه کړې وه او دين ته د سپکاوي له کبله يې د دغه وزیر د استعفا غوښتنه کوله. پر نوموړي تور دی چې هغه مسوده چې د لوړې د مراسمو په وخت یې ټاکنو ته ولاړ کسان بايد ولولي تغير راوستل منلي دي.
د سوریې په ختيځ کې د هوايي بريد د قربانيانو شمير ۵۳ ته رسيدلی
د فعالانو په حواله د سوریې په ختيځ کې د داعش تر کنترول لاندې سيمو کې د هوايي بريدونو په نتيجه کې د وژل شوو شمير ۵۳ کسانو ته رسیدلی دی. د بشري حقونو د څار ټولنې وويل چې په الشافان سيمه کې له وژل شويو څخه يې ۲۱ تنه ښځې او ماشومان دي. ويل شوې ده چې په ژوندي پاتې شويو پسې لټه دوام لري. د فعالانو په حواله دا بريد ښايي د روسیې د جټ الوتکې له خوا شوی وي. د روسيې هوايي ځواک د سوریې د پوځ ملاتړ کوي.
په بالي کې د اور غورځونکي غره د چاودنې خطر
د اندونیزيا په بالي ټاپو کې د اونگ په نوم اور غورځونکي غر د چاودنې له ويري چارواکو د لومړۍ درجې خطر اعلان کړی. پر تقريباً ۱۰۰ زرو انسانانو غږ شوې چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي. له اونگ غره څخه له څو ورځو راهيسې لوگي او ايرې راوځي. له دې وجې هوايي ترافيک هم اغيزمن شوی او په زرونه سيالانيان هلته بند پاتي دي. په ۱۹۶۳م کال کې د دغه غره د چاودنې له کبله کابو۱۶۰۰ انسانان وژل شوي ول.
د آلمان مسيحي ديموکرات گوند د ستر ائتلاف غوښتونکی دی
د آلمان مسيحي ديموکرات گوند له سوسيال ديموکراتانو سره د يوه ستر ائتلاف هڅه کوي او د اقليت حکومت د جوړولو امکان یې رد کړی دی. د آلمان د شليسوگ هولشتاين ایالت لومړي وزیر دانيل گونتر د مسيحي دیموکرات گوند د مشرتابه غونډې وروسته وويل چې د يوه موثره حکومت رامنځته کولو اراده لرو او دا کوم اقليتي حکومت نه بلکې ستر ائتلاف کیدلای شي. سوسيال ديموکرات گوند په دې وروستيو کې خبرو اترو ته چمتووالی ښوولی.
پاپ فرانسکو ميانمار ته سفر کړی
د نړۍ د کاتوليکي عيسويانو مشر پاپ فرانسسکو ميانمار ته سفر کړی دی. هلته له روهنگيا مسلمان اقليت سره چلند ته په کتو سره د پاپ دغه سفر ډير حساس بلل کيږي. د سولې د نوبل جایزې د گټونکې او د ميانمار د مشرې اونگ سان سوچي سره یې ملاقات د سفر تر ټولو مهمه برخه گڼل کيږي. د روهنگيا د بحران په ترڅ کې نړيوالو پر سان سوچي سختي نيوکي کړي، ځکه د څارونکو په آند دې د روهنگيا د تعقيب پر ضد خپل غږ پورته نه کړ