لنډ خبرونه له انځورونو سره
په آلمان کي د تروريزم د تحقيق نوې اداره جوړه سوې
په آلمان کې له جرمونو سره د مبارزې ادارې د تروریزم په اړه د تحقیق نوې اداره جوړه کړې ده. د دغه رپوټ پر بنسټ له جرایمو سره د مبارزې اداره به د دغې څانګې مسئولیت پر غاړه واخلي چې تر اوسه پورې د حکومت د حفاظت برخو پوري اړوند وو. په اوس وخت کې په آلمان کې له جرمونو سره د مبارزې فدرالي اداره اټکل کوي چې په آلمان کې شاوخوا ۷۰۰ اسلامستان هر وخت د يوه بريد ترسره کولو گواښ پيښولی شي.
په ننګرهار کې د ځانمرګي برید د تلفاتو شمیر اتو ته ورسید
په ننګرهار کې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې د دوو ماشومانو په ګډون۸ تنه وژل شوي. د ولایت ویاند عطاالله خوګیاني ویلي دي په دغه پيښه کې ۱۷ تنه ټپیان شوي هم دي. پيښه د سيمه ايزو پولیسو د یوه پخواني قوماندان د کور مخې ته رامنځته شوې. دا په داسې حال کې ده چې یوناما په اکتوبر میاشت کې ویلي وو چې د روان کال په لومړیو ۹میاشتو کې په افغانستان کې ۲۶۴۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۵۳۷۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیس په زوره د مانوس په ټاپو کې د مهاجرو کمپ خالي کوي
د پاپوآ ګینه پولیسو د مانوس په ټاپو کې له کمپونو څخه په زوره د مهاجرو د ایستلو لړۍ پيل کړی ده. په دې پڼغالو کې شاوخوا ۴۰۰ تنو مهاجرو ژوند کاوه چې ورڅخه د کمپ د تخلیه کولو غوښتنه شوې وه. استرالیا هغه مهاجر چې په کښتيو او د قاچاقبرانو په مرسته دې هیواد ته ورځي نه مني. تیر کال د پاپوآ نويګینه، سترې محکې دغه کمپونه غیر قانوني بللي ول.
په عراق کي د داعش پر وروستي مرکز عمليات
د عراق حکومتي ځواکونو د (داعش) ډلي د پاتې شویو مقاومت کونکو پر وړاندې عملیات پیل کړي دي. د پوځ په حواله شعیه ملیشه له عراقي پوځ سره په ګډه د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د داعش پر وړاندي جنګیږي. په دې ځای کې ډیرې بیاباني سیمې اوس هم د داعش تر کنترول لاندې دي. داعش ډلې په ۲۰۱۴م کال کې د عراق او سوریې ډيري سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې. خو اوس یې د دغو سیمو ۹۵ سلنه برخه له لاسه ورکړې.
میانمار د روهنګیا مسلمانانو له بیرته ستنیدنې سره موافقه کړې
د میانمار حکومت موافقه کړی چې له بنګله دیش څخه روهنګیا مهاجر بیرته ومني. د میانمار د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دواړو هیوادونو چارواکو په دې اړه یوه موافقه لاسلیک کړې ده. خو تر اوسه پورې د هغو کسانو چې میانمار ته بیرته ستنول کیږي دقیق شمیر معلوم شوی نه دی. د معلوماتو پر بنسټ د روان کال له اګست میاشتې راهیسې تر اوسه پورې ۶۰۰ زره روهنګیا مسلمانان له میانمار څخه تیښتې ته اړ شوي دي.
په کولمبیا کې وضعیت بیا پر خرابیدو دی
د کولمبیا د حکومت او فارک - چریکانو تر منځ د سولې تر تړون یو کال وروسته، یو وار بیا د جنوبي امریکا په دغه هیواد کې د زور زیاتیو پيښې ډیري شوي دي. د امنیستي انټرنیشنل سازمان په رپوټ کې راغلي دي: هغه سیمې چې فارک چرکي یاغیانو پريښې دي اوس نوري چرکي ډلې او ملیشه پکې د خپل واک ټینګلو له پاره جګړه کوي. د دغو جګړو اصلي قربانیان ځایې اوسیدونکي، تورپوسته کولمبیایان او همدارنګه د بشري حقونو فعالان دي.