لنډ خبرونه له انځورونو سره
رادکو ملاديچ په عمري بند محکوم شو
د بوسنياـ سربستان پخوانی جنرال رادکو ملاديچ په عمري بن سزا محکوم شو. په دنهاک کې د ملگرو ملتونو د جزا نړيوالې محکمې قاضيانو نوموړی پر نورو سربيره په ۱۹۹۵م کال کې په سربرینيڅا کې په ولس وژنه مجرم وباله. د محکمې د پريکړې پر اساس ملاديچ د بالکان جگړې د خونړيو پيښو مسؤل دی. دی په ۲۰۱۱م کال کې د يوگوسلاويه تر جگړې ۱۶ کاله وروسته ونيول شو او په دنهاک کې د جزا نړيوالې محکمې ته معرفي شو.
امريکا په افغانستان کې هوايي بريدونه زيات کړي دي
په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالاتو هوايي بريدونه د ۲۰۱۶م کال په پرتله درې برابره زيات شوي دي. د آلمان د خبري آژانس د تازه شميرو پر اساس د امريکا هوايي ځواکونو د اکتوبر مياشتې تر پای پورې په افغانستان کې ۳۵۵۴ بمونه غورځولي دي. همدا راز د افغان امنيتي ځواکونو له خوا هم پر داعش او وسله والو طالبانو باندي هوايي بريدونه زیات شوی دی.
د سعد حريري استعفا لغو اعلان شوه
د لبنان مستفعي لومړي وزیر سعد حريري هيواد تر ستنيدو وروسته اعلان وکړ چې د صدارت چارې به د مخکې په څير پر مخ يوسي. نوموړي په پلازمينه بيروت کې وويل چې د ولسمشر میشل اوون په غوښتنه یې به استعفا وځنډوله شي. د دې دمخه نوموړی د هيواد د آزادۍ د ورځې په مناسبت د پوځي رسم گذشت پر وخت د ولسمشر ترڅنگ راڅرگند شو. حريري د روانې مياشتي په پېل کې له سعودي عربستان څخه اعلان وکړ چې دی له خپلې دندې څخه گوښه کيږي.
د سوریې اپوزیسيون د راتلونکي تگلارې په اړه سلا مشورې کوي
د سوریې د اپوزيسيون مهمې ډلې نن، چهار شنبه د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې سره راټول شوي څو د راتلونکې پر تگلاره او د بشارالاسد له حکومت سره د سولې د مذاکراتو په تړاو سلا مشورې وکړي. ويل شوي چې په دې ملاقات کې به يو داسې نوی پلاوی چمتو کړل شي چې هغه به راتلونکې اوونۍ په ژنيو کې د ملگرو ملتونو په مشرتوب خبرو اترو کې د بشارالاسد سره روغې ته اماده وي.
يوه امريکايي الوتکه د فلېپين په اوبو کې لوېدلې
د امريکا متحده ایالاتو يوه پوځي الوتکه د سپرليو سره د فلېپين په سمندرگي کې لوېدلې ده. د پوځ له خوا ويل شوي چې دغه الوتکې د جاپان د اوکيناوا ښار جنوب ختيځ ته د يوې الوتکې وړونکې بيړۍ پر لور پرواز کاو. په ټوکيو کې د جاپان د دفاع وزارت له خوا ويل شوي چې تر اوسه اته مړي له اوبه څخه راویستي دي. د پېښې علت تر اوسه معلوم نه دی. په جاپان او جنوبي کوريا کې په زرونه امريکايي عسکر ميشت دي.
د سعودي د حکومت استازي له پاپ فراسسکو سره ليدلي
د سعودي عربستان د حکومت يوه استازي د کاتوليکي عیسويان د مشر پاپ فرانسسکو سره ملاقات کړی. د واتيکان د مطبوعاتي دفتر له خوا ويل شوي چې د سعودي عربستان د مشرتابه د مشارو عبدالله بن فهد سره دغه ليدنه کتنه د پاپ د عمومي ليدنې تر مخه ترسره شوه. واتيکان لا په دې تيرو ورځو کې د سعودي عربستان او لبنان پر وضعيت ځان خبر کړې وو. سعودي عربستان يوازينې هيواد دی چې واتيکان سره ديپلوماتيکي اړیکې نه پالي.