لنډ خبرونه له انځورونو سره
پاکستان: ترافيکي پيښې د ۲۰ تنو ژوند واخیست
د پاکستان په سند ايالت کې د يوې لارۍ او مني بس موټرو د ټکر په نتيجه کې۲۰ کسان وژل شوي دي. د ځايي رسنيو په حواله پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د سند په خيرپور کې په ډبرو سکرو بار لارۍ د يوه مني بس سره ټکر شو. پوليسو د پيښي په تړاو پلټني پیل کړي دي. د ټکر په نتيجه کې ټپي شوي کسان سيمه ایزو روغتونو ته انتقال کړل شوي دي چې روغتيايي وضعيت یې د اندیښنې وړ ښوول شوی دی.
آلمان: د ائتلافي حکومت پر جوړښت خبري ناکامه شوې
په آلمان کې د يوه ائتلافي حکومت د جوړښت پرسر له څه باندي څلورو اوونيو راهيسې روان مذاکرات ناکام شوي دي. د آلمان مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او زرغون گوندونو د دې مذاکراتو د ناکامۍ په برخه کې پر آزاد ديموکرات گوند سختي نيوکې وکړې. خو د آزاد ديموکرات گوند مشر کريستيان لیندنر بيا د آلمان د عصري کولو له پاره د گډ نظر نه موندل او د اعتماد نه شتون د دغه خبرو اترو د ناکامۍ علت وباله.
د زېمبابوې ولسمشر نه غواړي له واکه گوښه شي
د زيمبابوې ولسمشر رابرت موگابې د دولتي تلویزيون له لاري ولس ته مخاطب شوی، خو نوموړي په دې ترڅ کې خپله استعفا نه ده اعلان کړې، بلکې د ولسمشرۍ پر څوکۍ يې پر خپل حق ټينگار کړی دی. موگابې هيڅ يادونه ونه کړه چې دی د «زانوـ پي ايف» حکومتي گوند له مشرۍ گوښه کړل شوی دی او له ولسمشرۍ څوکۍ څخه ورته د استعفا له پاره ضرب الاجل ټاکل شوی دی. نوموړي ته د خپل گوند له خوا د سلب صلاحيت کيدو اخطار هم ورکړل شوی دی.
کينیا: سترې محکمې د ولسمشر بيا ټاکل تائيد کړل
د کينيا ستري محکمې د برحاله ولسمشر اهورو کنياتا بيا انتخاب تائید کړ. قاضي ديود ماراگه وويل چې محکمې د ټاکنو د نتايجو پر ضد شوې دعوې «بې بنسټه» بللي او رد کړې ده. په دې توگه به کنياتا راتلونکې اوونۍ د ولسمشر په توگه لوړه وکړي. اپوزيسيون د اکتوبر مياشتې په پای کې د هغه نتایج تحريم کړل چې د مخې یې کنياتا يو وار د ولسمشر په توگه ټاکل شوی وو. نوموړي ۹۸ سلنه رای ترلاسه کړې وې.
د روهنگيا شخړې په ترڅ کي له ميانماره مثبت سگنالونه
اروپايي ټولنې او آلمان د روهنگيا د شخړې په ترڅ کې له ميانماره د مثبت سگنالونه خبره کړې. د آلمان د بهرنيو چارو وزير زيگمار گابريل په ميانمار کې د اروپايي او آسيايي هيوادونو د بهرنيو چارو د وزیرانو په غونډه کې وويل چې په دې کې هيڅ شک نشته چې دغه حکومت بنگله ديش ته د تښتيدلو مهاجرو د بيرته راتگ له پاره شرايط برابروي. ورته څرگندونې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئولې فيدريکا موگيرني هم وکړې.
په چلي کې د ولسمشرۍ انتخابات دويم پړاو ته غځيدلي
په چلي کې پخواني ولسمشر زيباستيان پينيرا د تقريباً ۳۷ سلنه رايو په اخیستو سره ولسمشرۍ ته انتخابات گټلي دي، خو د قاطع اکثريت په اخیستلو کې پاته راغلی دی. په دې توگه به د جنوبي امريکا په دغه هيواد کې د ټاکنو دويم پړاو ترسره شي چې پينيرا به پکښې د آزاد روژناليست الیخاندرو گويلير سره مقابله وکړي. گویلير چې د سوسيالستانو او کمونيستانو له خوا يې ملاتړ کيږي، کابو ۲۳ سلنه رای ترلاسه کړي دي.
يونيسف: هر دولسم ماشوم تر خپل مور او پلار بدتر ژوند کوي
د «يونيسف» په حواله د نړۍ هر دولسم ماشوم د خپل مور او پلار په پرتله له ناوړه شرايطو سره لاس او گريوان دی. د نړۍ په ۳۷ هيوادونو کې د کابو ۱۸۰ ميليونه ماشومانو له پاره دا احتمال ډير زیات دی چې دوی د شل کاله مخکې په پرتله په سخته بې وزلۍ کې ژوند وکړي. تر ټولو زيات د جنوبي سوډان، مرکزي افریقا جمهوريت او همدا شان په سوريه او يمن کې د ماشومانو ژوند د دوی د ميندو او پلرونو د ژوند په پرتله خراب شوی دی.