1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لندن: د فساد پر ضد کلکې مبارزې هوډ وشو

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۴, جمعه

د لندن په کنفرانس کې د پنځوسو هیوادونو د فساد پر ضد پریکړنده مبارزې هوډ کړی دی. د فساد پر ضد د نړیوال کنفرانس په وروستۍ اعلامیه کې راغلي دي چې د فاسد چلندونه باید رسوا شي او هر چیرې چې موجود وي پر ضد یې مبارزه وشي.

https://p.dw.com/p/1InCu
لندن: د فساد پر ضد مبارزې کنفرانس
انځور: Reuters/D. Kitwood/Pool

د پنجشنبې په ورځ په لندن کې د فساد پر ضد نړیوال کنفرانس، چې د نړۍ ۵۰ هیوادونو مشران پکښې گډون لاره ترسره شو. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دغه کنفرانس ته ورغلی وو.

د دغه نړیوال کنفرانس په وروستۍ اعلاميه کې راغلي دي چې فساد چې هر چیرې ومومي، کشف کړي او یا ټول هغه کسان چې په دغسې اقداماتو یې لاس پورې کړي وي او یا همکاري کړي وي، تر قانوني تعقیب لاندې دي ونیول شي او بندیزونه پرې ولگول شي.

د دغې اعلامیې په لاسلیکولو کې پر نورو سربیره د افغانستان او نایجیریا ولسمشران محمد اشرف غني او محمدو بوهاري، او همداشان د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري شامل دي.

همداشان په دغه نړیوال کنفرانس کې د نړیوال وجهي صندور، نړیوال بانک او د غیر حکومتي سازمانونو استازو هم گډون لاره.

کیري خبرداری ورکړ چې فساد هم «د ځینو افراطيانو په څیر چې موږ یې پر ضد مبارزه کوو» هیوادونه ویجاړولای شي. د بریتانيا لومړي وزیر کامرون په کنفرانس کې تر گډون د مخه ویلي ول چې د فساد د ځپلو له پاره رونټیا کیلي ده.

د دغه کنفرانس تر پیلیدو د مخه د بریتانيا حکومت د ثبت او راجستر کیدو د یوه سیستم اعلان وکړ چې موخه یې تر هرڅه لومړی د جایدادونو د رانیولو له لاري د پیسو د سپینولو مخنیوی دی.

د بهرنیو شرکتونو ثبت او راجستر کول په پام کې نیول شوي چې پکښې به شرکتونه په انگليستان او ویلز کې خپلي شتمنۍ په ډاگه کوي. په دې سره به نور اصلي مالکان نور د تش په نامه شرکتونو تر شا نه شي پټیدای.

له دغه نوښت سره فرانسه، هالنډ، افغانستان، کینیا او نایجیریا یو ځای شوي دي. شپږو نورو هیوادونو د دغه اقداماتو د ارزولو خبره کړې ده. په ټوله کې ۱۹هیوادونو د تیلو، گاز او نورو معدني سرچینو د سوداگرۍ په برخه کې د روڼتیا پر سر ټینگار کړی دی.

د ټرانسپیرنسي انټرنیشنل یا د روڼتیا له نړیوال سازمان څخه مگي مورفي ویلي دي چې د کنفرانس د وروستۍ اعلامیې مکلفیتونه په «حیرانونکي توگه څرگند» دي. خو هغې ویلي دي چې مهمه دا ده چې پایلې به يې څه وي.