لس هيوادونه چې سږکال يې سمندر له لارې اروپا ته ډير مهاجر لرلي
د ۲۰۱۷ کال په نژدې ۱۱ مياشتو کې اروپا ته په سمندري ۱۶۰۸۴۷ تنه مهاجر رسيدلی دي. په دغه انځوريز رپوټ کې به هغه لس هيوادونه وپيژنئ چې د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې يې له دغو لارو تر ټولو ډير مهاجر اروپا ته رسيدلي دي.
۱۰ مخکښ هيوادونه
نايجريا، سوريه، ګنيا، د عاج ساحل، مراکش، بنګله ديش، ګامبيا، مالي، الجريا او عراق هغه لس هيوادونه دي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ وايي چې د ۲۰۱۷ کال په لمړيو لسو مياشتو کې يې د سمندر له لارې اروپا ته تر ټولو زيات مهاجر لرلي دي. به دغې موده کې د یادو هيوادونو څخه ۱۰۲۴۰۹ مهاجر اروپا ته رسيدلي دي. دغه هیوادونه په ترتيب معرفي شوي:
۱. نايجريا
د مهاجرو شمير ۱۷۴۸۷. د (UNHCR) ادارې د ۲۰۱۷م کال اکتوبر مياشتې ۳۱مې نيټې خپرو شويو ارقامو له مخې د روان کال په لمړيو لسو مياشتو کې اروپا ته د سمندري لارو په رسيدلو مهاجرو کې تر ټولو زيات يې د نايجريا هيواد اتباع دي.
۲. سوريه
د مهاجرو شمير ۱۴۹۵۴ تنه. دا د هغو سوريايي مهاجرو شميره ده چې د روان کال په لمړيو لسو مياشتو کې يوازې په سمندري لارو اروپا ته رسيدلي دي.
۳. ګېنې
د مهاجرو شميره ۱۲۱۵۴. په دې حساب، ګينې تر نايجريا او سوريې وروسته په لسو هغو هیوادونو کې دريم ځای لري چې د ۲۰۱۷ کال په لمړيو لسو مياشتو کې يې اروپا ته د سمندر له لارې ډير مهاجر لرلي دي.
۴. د عاج ساحل
۱۱۹۶۶ تنه مهاجر.
۵. مراکش
مراکش څخه د ۲۰۱۷ کال په لمړيو لسو مياشتو کې په سمندر لارو ۹۵۵۸ تنه مهاجر اروپا ته رسيدلي دي.
۶. بنګله ديش
د مهاجرو شمير ۸۸۹۶ تنه.
۷. مالي
له مالي څخه د ۲۰۱۷م کال په لمړيو لسو مياشتو کې د سمندر له لارې ۶۹۵۳ تنه مهاجر اروپا ته رسيدلي دي، چې دې سره يې د لسو مخکښو هيوادونو په ډله کې ۷ ځای خپل کړی دی.
۸. ګامبيا
له ګامبيا هيواد څخه د سمندري لارو اروپا ته د روان کال په لمړيو لسو مياشتو کې ۷۷۱۱ تنه مهاجر رسيدلي دي.
۹. الجزاير
له الجزاير څخه د ۲۰۱۷ کال په لمړيو لسو مياشتو کې د سمندر له لارې ۶۳۹۷ تنه مهاجر اروپا ته رسيدلي دي.
۱۰. عراق
عراق د ۶۳۲۹ تنه مهاجر په لرلو په وروستي يا لسم ځای کې قرار لري. دا هغه لس هيوادونه دي چې د ۲۰۱۷ کال په لمړيو لسو مياشتو کې يې د سمندري لارو اروپا تر ټولو زيات مهاجر رسيدلي دي. په ياده موده کې له دغو لسو هيوادونو څخه ټول ۱۰۲۴۰۹ مهاجر اروپا ته رسيدلي دي. سرچينه: (UNHCR). انځورونه: دويچه ويله آرشيف. چمتو کونکی: محمد کريم صالح