1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاوروف کیم جونګ اون روسیې ته وربللی

۱۳۹۷ خرداد ۱۱, جمعه

سرکي لاوروف پیونګ یانګ ته په خپل بې سابقه سفر کې د شمالي کوریا له مشر سره ولیدل او هغه یې خپل هیواد ته په یوه رسمي سفر دعوت کړ. کیم جونګ اون ټینګار وکړ چې له اتومي وسلو څخه د کوریا ټاپووزمې پاکولو ته ژمن دی.

https://p.dw.com/p/2ynTV
Nordkorea Pjöngjang Sergej Lawrow trifft Kim Jong Un
انځور: Getty Images/AFP/V. Sharifulin

لاوروف شمالي کوریا ته په خپل سفر کې د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر ري یونګ هو، او رهبر کیم چونګ اون سره ولیدل. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې لاوروف په دې لیدنه کې کیم جونګ اون ته روسیې ته د سفر بلنه ورکړه او هغه هم دغه بلنه ومنله.

آلمانۍ ورځپاڼې فرانکفورتر آلګماینه، د جمعې په ورځ سهار د شمالي کوریا د خبري آژانس په حواله لیکلي دي چې کیم جونګ اون له لاوروف سره په خبرو کې په ډاګه کړې ده چې هغه اوس هم غواړي چې د کوریا ټاپووزمه له اتومي وسلو پاکه شي.

شمالي کوریا ته تر نهو کلونو وروسته سفر

د دې رپوټ په حواله لاوروف او کیم موافقه سره کړې ده چې د مسکو او پیونګ یانګ تر منځ د همکاریو او نظر د تبادلې ملاتړ وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له ۲۰۰۹م کال راهیسې شمالي کوریا ته سفر نه وو کړی.

لاوروف په عین حال کې د شمالي او جنوبي کوریاو او همداراز د پیونګ یانګ او واشنګټن تر منځ د خبرو اترو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې ده چې دواړي خواې به د دې له پاره هڅي وکړي چي دغه خبري بې پايلي پاته نه شي.

روسي خبري آژانس سپوتنیک، د شمالي کوریا د دولتي سرچینو په حواله لیکلي دي چې دې هیواد ته د لاوروف د سفر پر مهال د ولسمشر ولادیمیر پوتین او کیم جونګ اون د لیدنې په اړه هم توافق شوی دی.

په داسې حال کې چې ځینو سرچینو ویلي دي چې دغه لیدنه به په روان میلادي کال کې وشي، خو د کریملن یوه ویاند روښانه کړې ده چې لا تر اوسه پورې د دې لیدنې د وخت او ځای په اړه څه نه شي ویلی.

تر دې مخکې پلان شوې وه چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، د جون میاشتې پر ۱۲مه نیټه په سنګاپور کې سره وویني. خو تیره اوونۍ بیا ترمپ کیم ته یو لیک واستاوه او پکښې په ډاګه کړه چې دغه ملاقات به وشي.

د شمالي کوریا او امریکا تر منځ د دیپلوماتیکو خبرو اترو ډیریدل

شمالي کوریا ته د لاوروف تر سفر یوه ورځ مخکې د شمالي کوریا د رهبر مرستیال جنرال کیم یونګ چول، په نیویارک کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره ولیدل. په وروستیو وختونو کې د امریکا او شمالي کوریا د چارواکو تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې ډیري شوي دي چې د کارپوهان په اند ښايي د ترمپ او کیم د لیدنې له پاره لاره هواره کړي.

که څه هم په تيرو ورځو کي يووار بيا د دغه ملاقات د کولو په اړه هيلي راپيدا شوي دي، خو بيا هم دواړه اړخونه پر ځينو موضوعگانو د نظر اختلاف سره لري.

په داسې حال کې چې شمالي کوریا په څو مرحلو کې له اتومي وسلو څخه د پاکیدو پلوي ده، واشنګټن بیا په یو وار سره د دې کار د ترسره کیدو غوښتونکی دی او ژمنه کوي چې د دې په بدل کې به شمالي کوریا ته اقتصادي امتیازونه او امنیتي تضمینونه ورکړي.

واشنګټن ته د شمالي کوریا رسیدلی پلاوی به ولسمشر دونالد ترمپ ته د کیم جونګ اون یو لیک وسپاري. وروستیو پرمختګونو ته په کتو سره یووار بیا داسې هیلي را ژوندۍ کړي دي چې د کیم او ترمپ ملاقات دې وشي.