لاريون: زموږ عسکر دي د افغانستان څخه را ووزي
۱۳۸۸ اسفند ۲, یکشنبهمظاهره کونکو د آلمان د هغه اقدام پر خلاف دريځ ونيو، چي غواړي يو شمير نور سرتيري د هغوی د خپلي وينا له مخه« ګواکي د افغانستان جګړې ته » واستوي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويلي وويل، که څه هم هغه په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموريت په اړه د خلکو له اندېښنو سره تفاهم لري، خو دا هم نه سي کيدای، چي افغانستان په داسي يو حساس وخت کي يواځي بريښودل سي:
« دا ښه ده، کله چي خبره په بهرني پوځي ماموريت پوري اړه نيسي، سړي يوه رغو و نکی شک ولري، خو سړی هسي لنډ فکره هم بايد نه اوسي.که چيري موږ اوس پرته له يو معقول پلان اوپرته له دې،چي سم فکر ورباندي وکړو ووځو، نو د يوڅاه د کيندلو، د يو روغتون د جوړولو او ښوونځيو ته د نجنو د تګ لپاره شرايط هم خوندي نه ساتل کيږي»
وسترويلي يادونه وکړه،چي په افغانستان کي امنيت او ثبات راوستل په حقيقت کي د سيمي، اروپا او نړۍ لپاره اهميت لري.
د آلمان حکومت پريکړه کړې، چي 850 نور سرتيري افغانستان ته واستوي چي ډيري يي د افغان ملي امنيتي ځواکونو د روزلو لپاره ګمارل کيږي.
د برلين مظاهره چي د« همکاري او سولي» نومي سازمان او د « دسولي د مشوري لپاره د فدرال جرګه ګي» له خوا ورته بلنه شوي وه، په سوليزه توګه تر سره شوه.
د آلمان د کاتوليک اسقف هاينز يوزف الګرميسن په نظر په افغانستان کي د ملکي بيارغاوني او د پوځي ماموريت تر منځ انډول سم سره برابر نه دی. الګرميسن چي په عين وخت کي د کاتولکيانو د «پاکس کريستي» نومي سازمان د سولي د غورځنګ مشر هم دی د تيري پنجشنبې په ورځ په کلن کي د کاتوليکانو انترنتي پاڼي ته په يوه مرکه کي وويل:« داسي ښکاري چي د افغانستان په ماموريت کي ډير زيات پوځي اړخ ته لومړيتوب ورکول کيږي. سر بيره پر دی نړيوالي ټولني له افغانستان سره د ملکي بيا رغاوني لپاره خپلي مالي ژمني په ښه توګه پوره کړي نه دي. نوموړي کاتوليکي اسقف يادونه وکړه: « د جګړي ماموريت د ملکي مرستو د عملي کولو لپاره ښه وسيله نه ده.»
ARD/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل