1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"قطر طالبانو ته مالي امکانات برابروي"

۱۳۹۰ دی ۱۱, یکشنبه

د افغانستان د سولي عالي شورا وايي، چي د قطر دولت هوکړه کړې ده د سولي د پروسې په باب به مرکچي طالب مشرانو ته کافي مالي امکانات په واک کي ورکړي.

https://p.dw.com/p/13cTP
«د قطر دولت منلې ده چي په دوحه کي به طالبانو ته مالي سرچينې برابروي»
«د قطر دولت منلې ده چي په دوحه کي به طالبانو ته مالي سرچينې برابروي»انځور: AP

په دې ورستيو کي د قطر هيواد د امريکا په مرسته داسي هلي ځلي پيل کړي دي، چي وسله والو طالبانو ته په دغه هيواد کي سياسي دفتر پرانيزي او له دې لاري له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اترو زمينه برابره شي.

د افغانستان حکومت هم د دغه ګام مشروط هرکلی کړی دئ او هغه ئې د تيري يوې لسيزي راهيسي رواني سياسي ناکرارۍ ته يوه مناسبه حل لاره بللې ده.

د سولي د عالي شورا د نړيوالو اړيکو مشر محمد اسماعيل قاسم يار وايي، چي د قطر دولت ته دا واک ورکړل شوی دئ، چي له هغو طالب مشرانو سره چي د سولي مخامخ خبرو ته حاضريږي مالي مرستي وکړي.

اسوشيتت پرس خبري آژانس راپور ورکړی دئ چي ښايي د طالبانو پينځه مهم غړي چي ځيني ئې په ګوانتانامو کي بنديان دي د سولي د امتحاني خبرو له پاره قطر ته واستول شي چي په دغه ډله کي د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ مقتدر غړی ملا فاضل هم شامل دئ.

ښاغلی قاسم يار وايي، په قطر کي د افغانستان د سياسي لانجې د حل له پاره هر راز خبري به د افغانانو په مشرۍ تر سره کيږي خو تدارکاتي او مالي سرچينې به ئې قطر برابروي.

«د قطر دولت منلې ده چي په دوحه کي به طالبانو ته مالي سرچينې برابروي، او په ورته وخت کي به هغوی ته د دفترونو له پاره ټول امکانات په واک کي ورکوي. خو دغه خبري به بين الافغاني وي او مشري به ئې بهرنيان نه کوي».

اسوشيتت پرس آژانس د يو شمېر امريکايي چارواکو په حواله ليکي، چي واشنګټن هڅه کوي په را روان پسرلي کي د سولي خبري چټکي کړي.

له ۲۰۰۹ کال راهيسي چي افغان حکومت له وسله والو ياغيانو سره د سولي د خبرو اترو له پاره هلي ځلي پيل کړي دي، تر اوسه پوري طالبانو ورته مثبت جواب نه دئ ويلی.

د ترکيې هيواد هم تير کال طالبانو ته وړانديز کړی وو، چي غواړي هغوئ ته په خپله خاوره کي سياسي دفتر ورکړي. خو طالبانو دغي غوښتني ته هم جواب نه وو ويلی.

لاکن اوس داسي ښکاري چي د جګړې ټولي غاړي د رواني مسئلې پر سياسي هواري باندي ټينګار کوي او افغانان تمه لري چي په را روان پسرلي کي به په دغه برخه کي ډراماتيک پرمختګ وشي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل