قزاقستان غواړي چې لاتيني ليکدود راولي
۱۳۹۶ آبان ۷, یکشنبهد شوروي د پخواني جمهوريت او اوس خپلواک دولت، قزاقستان اوسني ولسمشر نورسلطان نظربائيف د فرمان د لارې امر کړی دی چې داسې يو کميسيون دې رامنځ ته شي څو تر ۲۰۲۵ کاله پورې په هېواد کې رايج سيريليک يا روسي رسم الخط ته ورته ليکدود په تدريجي ډول تر ۲۰۲۵ م کاله پورې په لاتيني يا غربي ليکدود واړول شي.
دغه خبر په استانه کې د ولسمشرۍ دفتر ورکړی دی. د مرکزي آسيا په دغه ترک توکمه هېواد کې تر ټولو زياته قزاقي ژبه ويل کيږي چې په ليکلي يا تحريري شکل هم د ژوند په ټولو چارو کې استعماليږي. خو د ولس يوه لويه برخه لا په روسي ژبه هم خبرې کوي.
د شورويانو تر واکمنۍ لاندې قزاقانو په ۱۹۴۰ م کال کې د سيريليک رسم الخط يو لږ څه بدل شکل خپل کړ چې ۴۲ توري لري. په روسيه کې بيا د روسي ژبې له پاره يوازې له ۳۳ تورو څخه کار اخيستل کيږي. د نظربائيف د پلان له مخې به له دې وروسته داسې يو لاتيني رسم الخط عام شي چې ۳۲ توري لري. ځانګړي غږونه به د تورو د پاسه د ځانګړو نخښو د لارې هم ورزيات شي.
ولسمشر د دې ژمنه هم وکړه چې په هېواد کې د مېشتو روسي ژبو وګړو له پاره به دغه بدلون هيڅ کومې منفي پايلې ونه لري. په روسي ژبه خپرېدونکي چاپي اثار به له دې وروسته هم په سيريليک ليکدود خپريږي.
عصري کېدل يا پرېکون؟
د حکومت د څرګندونو له مخې د کالونو راهيسې د تورو د بدلون په هکله بحثونه شوي دي چې دا د هېواد د عصري کېدلو د هڅو يوه برخه ده. د بهرنيو چارو د وزارت استدلال دا دی چې دغه تدابير کولای شي چې «د قزاقستان پرمختګ آسانه» کړي.
په بيانيه کې دا هم راغلي دي چې د اټکل له مخې د نړۍ اويا په سلو کې هېوادونه له لاتيني رسم الخط څخه کار اخلي. له دې کبله لاتيني توري په نړۍ کې د تکنالوژۍ، پوهې، کلتور او ښوونې او روزنې په برخه کې د تبادلۍ له پاره حياتي ارزښت لري. سربېره پر دې به د قزاقانو له پاره د انګليسي ژبې زده کړه د نوي رسم الخط د لارې آسانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېر شمېر قزاقان دغه اقدام ته په سمبوليک ډول د شوروي د دغه پخواني جمهوريت له خوا له روسيې سره د فاصلې نيولو د قدم په سترګه ګوري. داسې ويل کيږي چې استانه کې د روسيې ځينو کارونو اندېښنې راپارولې دي لکه په ۲۰۱۴ م کال کې د روسيې له خوا د اوکراين د کريميه نيمه ټاپو نيول کېدل او د کريملين د مشر، ولاديمير پوتين له خوا د دې اعلان چې روسي اتباع به د روسيې له پولو څخه د باندې هم وساتل او وژغورل شی. قزاقستان په ۱۹۹۱ م کال کې له روسيې څخه خپلواکي اعلان کړې وه.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.02.2017):