1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیضي: د سولې بهیر ډیر پیچلی دی

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

د ولسمشر کرزي ویاند وایي چې افغان دولت د سولې په بهیر کې یوازې له طالبانو سره مخامخ نه دی. «په دې کې هغه هیوادونه ښکیل دي چې سیاسي گټي لري».

https://p.dw.com/p/18N4U
Aimal Faizi Sprecher von Hamid Karsai Afghanistan

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د افغانستان د سولې بهیر ډیر پیچلی دی او ډیر ملکونه په کې ښکیل دي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان نزدې ګاونډي پاکستان څو وارې دغه بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی خو بیا هم افغان حکومت هڅه کوي چې له نورو لارې ناراضي طالبانو ته ورسیږي.

ښاغلي فیضي وویل: «موږ له هغو هیوادونو سره مخامخ یو چې له طالبانو څخه گټه پورته کوي. که چیرې پاکستان هم له موږ سره مرسته و نه کړي نو موږ به لاس تر زنې کښې نه نو او خپلو هڅو ته به دوام ورکړو.»

که څه هم حکومت اوس په دغه پروسه کې د پاکستان له همکارۍ څخه یو څه نا هیلې شوی دی، خو ویل کیږی چې د پاکستان له ښکیلتیا پرته د افغانستان د سولې بهیر ښایي له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي.

د سولې عالي شورا هم مني چې ډیر ملکونه اوس غواړي د افغانستان د سولې له پروسې څخه ګټه پورته کړي نو له همدې کبله هیوادونه هڅې کوي چې د دغو خبرو اترو له پاره لاره هواره کړي او د هغوی کوربه توب وکړي.

د افغانانو له مشرۍ پرته، د سولې بهیر گټه نه لري

د سولي عالي شورا د درالانشاه رئیس معصوم ستانکزي، وویل چې که چیرې افغانستان د سولې د بهیر مشري و نه کړي نه دغه بهیر به ډیره گټه و نه لري. هغه زیاته کړه: «د سولې خبرې اترې که په هر هیواد کې وي، باید افغانستان په کې د یوه مستقل هیواد په توگه گډون وکړي، او د خبرو مشري پر غاړه واخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی، دویچه ویله ته وویل چې که طالبانو ته په قطر او یا یوه بل هیواد کې سیاسي دفتر هم پرانیستل شي، نو په لنډ وخت به افغان حکومت او طالبان یوې موافقې ته و نه رسیږي. ښاغلی یوسفزي زیاته کړه: «زما په اند که دا خبرې پيل هم شي ډیر وخت ته به اړتیا وي او ډیرې ستونزې به وي. زما په نظر که چیرې تیر وخت ته وګورو هغه پریکړې چې شوې کله پرې عمل شوی.»

رحیمزی د افغانستان د سولې په بهیر کې د بهرنیو هیوادونه ونډه ډیر اړینه بولي: «افغانان به خامخا سره کښیني خو د بهرنیانو له مرستې پرته دا کار ناشونی دی.»

پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. افغان حکومت او نړیواله ټولنه هڅې کوي چې تر دې نیټې مخکې له طالبانو سره یوې موافقې ته ورسیږي او د افغانستان جگړې ته د سولې له لارې د پای ټکي کیږدي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب