1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فساد ضد نړیواله ورځ ـ په پاکستان کې څه روان دي؟

۱۳۹۶ آذر ۱۸, شنبه

د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر نن په پاکستان کې هم د فساد پر وړاندی د مبارزې نړیواله ورځ لمانځل کیږي. د دې هیواد په مختلفو برخو کې د عامه پوهاوي مارش، سيمينارونو او خبرو اترو له پاره ځانګړۍ تیاریانې نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2p4FO
Pakistan Rupie
انځور: AP

په پاکستان کې د «نیب» په نامه د یوې ملي ادارې له خوا د ټول هیواد په کچه د فساد په ضد مبارزه روانه ده. د لاهور د سړکونو غاړو ته په لویو لویو لوحو کې د Say No to Corruption یا «فساد ته نه ووایه» شعارونه لیکل شوي دي.

حقوق پوهه اظهر صدیق چې د یوې اوږدې مودې راهیسې یې د پاکستان په محاکمو کې د فساد د لمنځه وړلو په برخه کې کوښښونه جاري ساتلي دي دویچه ویله ته وویل: «د فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیواله ورځ په پاکستان کې ترسره کیدونکي پروګرامونه یوازې یو ډول خانه پوري ده. له دې کار سره په ټولنه کې د فساد د ختمیدو امید نه شي ساتل کیدای».

د دې په خبره په اصطلاح د نني عصر د فساد د پرمختللو ډولونو پر وړاندې مبارزه لا زیاتو دقیقو اقداماتو ته اړتیا لري. اظهر صدیق وایې: «په پاکستان کې لوی پرمختیایې پروژو هم د میګا رسوایې بڼه خپلوي». هغې په خپلو خبرو کې د پنجاب ایالت د ۶۱ کمپنیو او «اورنج ټرین منصوبه» یا پروژې شفافیت هم تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.

د لمانځنې هدف

هر کال د دسمبر میاشتې په ۹ نیټه د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ لمانځل کیږي. د دې ورځې د لمانځلو څخه هدف د فساد د ناوړه عواقبو په اړه د عامه پوهاوي رامنځته کول دي. سږ کال په دې ارتباط د پاکستان د حکومت له خوا په خپور شوي پيغام کې د امنیت، پرمختک او هوساینې له پاره د فساد پر ضد د متحد کیدو غوښتنه شوې ده.

په پاکستان کالج اف لا، کې د حقوقي چارو پروفیسور همایون احسان دویچه ویله ته وویل چې امن له همغږۍ څخه رامنځته کیږي: «ټولنیز او اقتصادي بی عدالتۍ، د استعدادونو تر پښو لاندې کول ټولنه د یوه تصادم پر لور بیایې. د فساد له امله نه هم دوامداره پرمختګ رامنځته کیدای شي او نه هم یوه ښه ملکي ټولنه رامنځته کیږي. که موږ پاکستان له فساد څخه پاک کړو، نو په طبیعي ډول به په هیواد کې د ټکر رامنځته کیدو میلان کم او امنیت به پیاوړی شي. په دې ترتیب سره که تاسې د پولیسو په نظام کې د شایسته سالارۍ پر بنسټ پریکړې ونه کړئ، نو امنیتي وضعیت نه شي ښه کیدلای».

پروفیسور همایون احسان وایې چې فساد یواه داسې ناروغي ده چې ډیر شمیر نورې ناروغۍ زیږوي. د هغه په خبره دا ډیره د بدمرغۍ خبره ده چې د پاکستان سیاسي حکوتونه د فساد په لمانځه وړلو کې ناکامه پاتې شوي دي. د هغه په خبره د فساد په اړه داسې احساسات رامنځته شوي چې له امله یې په پاکستاني ټولنه کې د فساد د منلو انګیزه پیدا شوې ده. اوس داسې ویل کیږي چې فساد له پرمختګ سره لازم او ملزوم دی، له فساد پرته کار نه شي کیدلی... او داسې نور.

د ښاغلي احسان په خبره کله چې فساد په ټولنه کې سرایت وکړي او د ټولنې با نفوذه قشر چې د فساد د لمنځه وړلو مسئولیت لري د هغې د لا زیات پرمختګ سبب شي، بیا نو د هغې لمنځه وړل آسانه کار نه دی.

د «لاهور منجمنټ آف سائنس یونیورسټي» پروفیسور داکتر فیصل باري دویچه ویله ته وویل چې فساد یوه نړیواله موضوع ده او د پاکستان نوم د هغو هیوادونو په کتار کې رازي چې د ډير شمیر نورو هیوادونو په پرتله په کښې فساد زیات دی. د هغه په خبره له فساد څخه تر ټولو ډیر بی وزله او غریب خلک اغیزمن کیږي.

د پروفیسور باري په خبره په پاکستان کې د فساد د ختمولو له پاره پکار ده چې له لویو بدماشانو څخه مبارزه پيل شي، تر څو چې د حاکم او با نفوذه قشر د فساد مخه و نه نیول شي فساد نه شي لمنځه تللی. د هغه په خبره د سیاسي غچ اخیستنې په موخه د فساد د تورونو لګول هم سم کار نه دی. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.01.2017):