1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانکفورت ته څیرمه د مهاجرو استوگنځي اور اخیستی

۱۳۹۴ شهریور ۱۳, جمعه

فرانکفورت ته څیرمه د هیپین هایم په سیمه کې د کډوالو په یوه پناه ځای کې د اورلگیدنې پیښې پنځه تنه ټپیان کړي دي. پولیس په دې هکله څیړنې کوي چې آیا دا په آلمان کې د کډوالو پر کورونو د وروستیو یرغلونو سره تړاو لري که نه.

https://p.dw.com/p/1GQxj
انځور: picture-alliance/dpa/F.Rumpenhorst

د آلمان پولیسو د جمعې په ورځ تائید کړه چې په هیپین هایم کې د اور لگیدنې په پیښه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي. د پولیسو ویاندې کرستیانا کوبوس، ویلي خبریالانو ته ویلي دي: «یوه اوسیدونکي چې غوښتل یې له کړکۍ څخه په ټوپ اچولو ځان وژغوري، سخت ټپي شوی دی.» هغې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې نور څلور تنه د دود له کبله مسموم شوي دي.

خبري آژانسونو د عیني شاهدانو له قوله لیکلي دي چې د شپې په یوه نیمه بجه له دغې ودانۍ څخه لوگی پورته کیده. زیاته شوې ده چې تر هغې سملاسي وروسته دغه ځای ته د اور وژنې عمله چې د ډاکټرانو او امبولانسونو سره مل وه ورسیده. کابوس په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «اور ډیر ژر خاموشه کړی شو.»

لومړنۍ څیړنې ښيي چې دغه اور د دخولي دروازې تر شا لگیدلی دی، خو دا لا ډیر وختی دی چې وویل شي دا د اور اچونې کومه قصدي پیښه ده. د پيښې په هکله د رسمي څیړنو د تر سره کیدو امر شوی دی.

په دغه ودانۍ کې د سوریې، عراق، ایتوپیا، ارتریا، الجزایر او سومالې د هیوادونو تر ۶۰ زیات کډوال اوسیدل. دغه سیمه له فرانکفورت څخه ۶۰ کیلومتره وړاندې پرته ده.

چارواکو ویلي دي چې دغه ودانۍ اوسمهال د استوگنې وړ نه ده او په دې لټه کې دي چې کډوال په یوه بل مناسب ځای کې میشت کړي.

د جمعې د ورځې دغه پیښه د آلمان په ختیځ ښار هایداناو کې د مهاجرو پر ضد د تاوتریخوالي او د برلین، زاکسن او بایرن ایالتونو کې د کډوالو ځینو استوگنځایونو ته د اور اچولو د پيښو څو ورځې وروسته رامنځ ته کیږي.

آلمان اوسمهال د مهاجرو د بې ساري هجوم شاهد دی چې زیاتره یې له افریقا او منځني ختیځ څخه د کړکیچونو او بې وزلۍ له کبله په تیښته دي.