1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې د امریکا سفیر احضار کړ

مسعود جهش (AP, AFP, Reuters)۱۳۹۲ مهر ۲۹, دوشنبه

د فرانسې حکومت پر خپلو اتباعو باندې د NSA د څارنیزو پروگرامونو په اړه د یوه رپوټ تر خپریدو وروسته د امریکا سفیر د توضیحاتو له پاره احضار کړی دی. په عین حال کې مکسیکو هم د امریکا استخباراتي اداره غندلې ده.

https://p.dw.com/p/1A3A0
انځور: picture-alliance/maxppp/IP3 Press

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورینت فابیوس، ویلي دي چې په دې هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر د دوشنبې په ورځ یوې بیړنۍ غونډې ته غوښتل شوی دی. د دغه فرانسوي چارواکي په حواله دغه غونډه پر فرانسوي اتباعو باندې د امریکايي استخباراتي سازمان NSA د څارنې په اړه ده. غونډه تر هغه وروسته رابلل شوې ده چې د «له موند» په نوم یوې فرانسوۍ ورځپاڼې په خپل رپوټ کې پر NSA باندې تور لگولی وو چې د فرانسویانو په میلیونو تلیفوني اړیکې یې څارلې دي.

فابیوس په لوکزمبورگ کې خبریالانو ته وویل: «ما سم دلاسه د امریکا متحده ایالاتو سفیر راغوښتی دی.» دغه فرانسوی چارواکی د دغو څرگندونو پر مهال د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په یوې غونډې کې وو. امریکا متحده ایالاتو لا تر اوسه پورې د دغه رپوټ په اړه کوم غبرگون نه دی ښوولی.

د «له موند» د دغه رپوټ په حواله چې د دوشنبې په ورځ په انترنت کې خپور شوی دی، NSA د ۲۰۱۲ کال د دسمبر میاشتې له لسمې نیټې څخه بیا د روان کال د جنوري میاشتې تر اتمې نیټې پورې د ۷۰.۳ میلیونه فرانسوي تیلیفوني اړیکو معلومات راټول کړي دي.

مکسیکو د NSA پر څارنیزو پروگرامونو نیوکه وکړه

په عین حال کې مکسیکو هم تر هغه وروسته له واشنگټن څخه د وضاحت غوښتنه وکړه چې په یوه بل رپوټ کې د امریکا پر استخبارتي ادارې NSA باندې په مکسیکو کې د څارنیزو پروگرامونو د په لاره اچولو تورونه ولگول شول. تر دې مخکې د آلمانۍ ورځپاڼې «دیر شپیگل» په یوه رپوټ کې راغلي وو چې NSA له څو کلونو راهیسې په مکسیکو کې څارنیز پروگرامونه پر مخ بیایي.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې ویلي دي: «دغه کار د منلو وړ نه دی. دا د نړیوالو او مکسیکو د قوانینو پر ضد دی.» په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د مکسیکو حکومت په خپل هیواد کې د NSA څارنیز پروگرامونه غندي.

«دیر شپیگل» د NSA د پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن، له خوا د بربنډو شویو اسنادو پر اساس لیکلي دي چې د امریکا دغه استخباراتي سازمان په ۲۰۱۰ کال کې د مکسیکو د ولسمشر فیلیپ کاردیرون، پر ایمل ادرس باندې څارونه کړې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب