1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه پر سوریې د برید انتخاب ارزوي

۱۳۹۷ فروردین ۲۲, چهارشنبه

د سوریې پر کیمیاوي وسلو برید هغه انتخاب دی چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون یې ممکن بولي. فرانسه اوس د دې موضوع پر ارزونې بوخته ده. عربستان هم په دې برخه د خپلې ونډې د ادا کولو له پاره چمتوالی ښولی دی.

https://p.dw.com/p/2vpOX
Frankreich Emmanuel Macron unterzeichnet Steuergesetze in Paris
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Laurent

که فرانسه پر سوریې د پوځي برید پریکړه وکړي نو د بشارالاسد د حکومت کیمیاوي وسلې به په نښه کړي. د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون په خبره د «سوریې پر کیمیاوي اهدافو» د فرانسې برید یو ممکنه انتخاب دی.

مکرون د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره تر لیدنې کتنې وروسته په پاريس کې وویل چې فرانسه به هیڅ کله هم د سوریې د متحدینو، یعنې د روسیې او ایران واحدونه په نښه نه کړي. نوموړي زیاته کړه چې فرانسه اور ته د لمن وهلو اراده نه لري.

د فرانسې ولسمشر وویل چې پر سوریې د پوځي برید په هکله پریکړه به په راتلونکو ورځو کې وشي. د هغه د څرګندونو په حواله فرانسه له خپلو متحدینو سره په دوما کې د کیمیاوي وسلو د کارول کیدو د احتمال په اړه چې په ترڅ کې یې لسګونه انسانان ووژل شول، پر سلا مشورو اخته ده. مکرون زیات کړه چې په دې برخه کې په ځانګړې توګه له امریکا متحده ایالاتو او بریتانیې سره مشورې روانې دي.

مخکې تر دې سپينې ماڼۍ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر او بریتانیې د لومړۍ وزیرې تېریزا مي، تر منځ د سوریې پر موضوع د تلیفوني خبرو اترو خبر ورکړی وو. د سپینې ماڼۍ په حواله ترمپ او مي په دې اړه هم نظره ول چې «باید اجازه ورنه کړل شي چې په سوریې کې یو ځل بیا له کیمیاوي وسلو څخه استفاده وشي».

د همکارۍ له پاره د سعودي عربستان چمتوالی

په همدې منځ کې سعودي عربستان هم د دوما د وروستي برید په هکله د نړیوال غبرګون په برخه کې مشارکت ته خپل تیاری ښودلی دی.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فرانسې له ولسمشر سره د خپل ملاقات پر مهال وویل: «په هغه صورت کې چې شرایط ایجاب وکړي سعودي عربستان کولی شي په نړیوالو عملیاتو کې برخه واخلي.»

اوس مهال پر سوریې د امریکا او دې هیواد د متحدینو، په ځانګړي توګه د فرانسې له خوا د احتمالي حملې په اړه وړاندوینې او اټکلونه ډیر دي. سیمه ته د امریکا د «یو. اس. اس دونالد کوک» جنګي الوتکو استول، پر سوریې د امریکا د نظامي حملې د ګواښ د جدیت ښکاریندویې کوي.

د اروپا د هوایې چلن د خوندیتوب ادارې په همدې منځ کې هغو الوتکو ته چې د مدیترانې په ختیځ هوایې حریم کې د قبرس شاوخوا ته په پرواز کې دي یو پيغام استولی دی. نوموړي سازمان په خپل پیغام کې د ۷۲ ساعتونو په موده کې پر سوریې د توغندیو د برید د خطر په هکله خبرداری ورکړی دی.

په سوریې کې د وضعیت خرابیدو ته په کتلو سره د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ لاتین امریکا ته د امریکا براعظم د هیوادونو په اتمه کنفرانس کې د ګډون له پاره خپل پلان شوی سفر لغوه کړی دی، تر څو وکولی شي پخپله د سوریې موضوع ته رسیدګي وکړي. دا په تیرو ۸ کلونو کې لومړی ځل دی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د امریکا د وچې هیوادونو په کنفرانس کې ګډون نه کوي.

پر ورته موضوع زمو له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: