1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانتکس: په مديترانه کي د مهاجرينو تلفات زيات شوي

۱۳۹۵ اسفند ۹, دوشنبه

فرانتکس ويلي چې د هغو مهاجرو تلفات چې په قاچاقي لارو له ليبيا څخه ايټالیې ته راځي په بی ساري توګه زيات شوي دي. د هغوي پر وينا د ليبيا د سواحلو پر وړاندې د ژغورني اوسنی عمليات د قاچاق وړونکو په ګټه تماميږي.

https://p.dw.com/p/2YKLR
Libyen Flüchtlinge in Misrata
انځور: Ricardo García Vilanova/Photographic Social Vision

د اروپا د سرحدونو ساتونکي يا د همغږي کونکي آژانس فرانتکس اجرائوي مدير فابریسه ليګري، ويلي چې چارواکي له يو «غمجن تناقض» سره مخ دي. دا په داسي حال کې ده چې نړيوالي ټولني ليبیا ته نږدي د لا ډیرو ژغورونکو کښتيو د استولو له پاره خپل کوښښونه زيات کړي دي. دا د دي له کبله چې انساني قاچاق کوونکي په کوچنيو کښتيو کي له حده زيات خلک کښينوي، هغوي په آزاد سمندرګي کي خوښي کوي او لا ډير شمير انسانان مړه کيږي.

هغه وويل په ۲۰۱۶ کال کي د ډوب شویو کسانو شمير چې په رسمي ډول ثبت شوي کيدای شی له واقعي شمير څخه ډير کم وي،چې رسمي شمير يې ۴۵۷۹ کسان دي. ليګري دغه حالت «له غمه ډک».

د فرانتکس په راپور کې چې د «۲۰۱۷ کال له پاره د خطر څيړنه» تر عنوان لاندې خپور شوی دی راغلي دي چې قاچاق وړونکي په ډير قوت او بې پروايې سره عمل کوي. ځکه پوهيږي چې د ژغورني کښتۍ د ليبيا په اړوند سمندري قلمرو کي شتون لري.

په رپوټ کي ويل شوي: «له مديتراني څخه په داسې کښتیو کې چې د سمندر له پاره مناسبي نه دي او له حده زيات کسان په کي ځای کيږي، تیریدل له خطره ډک دي. دغه کښتۍ له دې هدف سره روانيږي چې د پوځيانو، اروپاي اتحاديې او يا ملکي کښټيو له خوا وميندل شي او د ته تيار په صورت کې مهاجرين له اوبو څخه راوباستل شي.»

په دي رپوټ کې راغلي: «داسې ښکاري چې د مديتراني په سمندرګي کي د پلټڼې او ژغورني  په عملياتو کي ټولي ښکيلي خواوي په غيري قصدي توګه له قاچاق کونکو سره يې اهدافو  ته په رسیدلو کې په ډير کم لګښت سره مرسته کوي چې دغه د کسب و کار مودل د هغوي له پاره د د بريالیتوب چانس زياتوي.»

ويل کيږي چې مهاجر او پناه غوښتونکي د دي سفر «له خطرونو څخه خبر دي او اروپا ته د رسیدو له پاره پر نړیوال مرستندویه ماموریت اتکا کوي».

لگیری وويل چې قاچاق وړونکو د ليبيا د ناقانونه ساحل په اوږدو کي په ۲۰۱۵ کال کې په منځني ډول سل کسه په يوه کوچنۍ کښتۍ کې ځاي کول بيا وروسته دغه شمير په تير کال کې ۱۶۰ ته پورته شو. هغه زياته کړه چې د خوراکي توکو او ژغورونکو توکو لکه د ژغورني واسکټ، کمښت د تلفاتو د زیاتوالي لامل کیږي.

په ۲۰۱۵ کال کې د مديتراني په لار کې ۲۸۶۹ او په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې ۳۱۶۱ کسان تلف شوي دي. د دي تلفاتو د کموالي له پاره کومه نښه نه تر سترګو کیږي؛ آن په سږني ژمي کې. د جنوري په مياشت کي د ۲۲۸ کسانو د تلفاتو يوه بي ساري پیښه رامنځ ته شوه چې په  وروستيو کلونو کي په يوه مياشت کي  تر ټولو لوړ شمير دي.

په ټوليزه توګه له  مرکزي مدیتراني څخه د مهاجرينو په تیریدو کې ۱۷ سلنه زياتوالی راغلی دی چې دغه شمیر په تير کال کې ۱۸۱ زره او ۴۵۹ کسان ول. ليګري وايې: «دغه حالت د دې ښکاروندوي دی چې موږ بايد د هغوی پر وړاندي اقدام کولو ته پام وکړو.»