1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فدرالي تحقيقاتي اداره: د کليفورنيا پېښه ترهګر بريد ؤ

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱۴, شنبه

د امريکا فدرالي تحقيقاتي اداره د سانبېرناردينو پېښه د ترهګر بريد په توګه څېړي. خو د بريدګر کورنۍ د ترهګرۍ هر ډول تناظر رد کړی دی.

https://p.dw.com/p/1HHp0
انځور: Getty Images/AFP/S. M. Haffey

ايا د امریکا د کليفورنيا د سان بېرناردينو ۲۷ کلنه بريدګره د «اسلامي دولت» غړې وه؟ دا يوه د هغو پوښتنو څخه ده چي د دغې پيښي په تړاو لا بې جوابه پاته ده. په دغه وسله وال بريد کي ۱۴ انسانان ووژل سول.

که څه چي د شنبې په ورځ (د دسامبر ۵مه نېټه) رسنیو خبرونه خپاره کړل چي د داعش يوې راډيو ويلي چي د امريکا بريد د دوی سره تړاو لرونکو دوو کسانو تر سره کړی خو د سان بېرناردينو پېښه لا تر اوسه د يوې معما په څېر ناحل پاته ده. په دغه پېښه کي د ۱۴ قربانيانو تر څنګ ۲ بريدګر هم ووژل سول. دغه بريد د سيد فاروق په نوم کس او د هغه د ماينې له خوا تر سره سو. د دغه بريدګر کورنۍ د خپل وکيل له لاري ويلي دي چي دوی په دې تړاو هيڅ معلومات نه لري چي ګواکي دغه کس د ترهګرو ډلو سره تماس درلود.

«فاروق توندلاري افکار نه لرل»

د ډېويډ چېسلي په نوم دغه وکيل ويلي چي د سيد فاروق کورنۍ په هغه کي د هيڅ ډول «توندلارو افکارو» څرک نه ؤ ليدلی. نوموړي وکيل دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په کليفورنيا کي وکړې. هغه زیاته کړې چي د سيد فاروق ورور او دوو خوندو د هغه له خونړي عمل له کبله سخت تکان خوړلی دی. د وکيل په وينا د سيد فاروق کورنۍ د فدرالي تحقيقاتي ادارې FBI او پوليسو سره پوره همکاري کوي.

د دې څخه ترمخه فدرالي تحقيقاتي ادارې د سان بېرناردينيو بريد ته د ترهګر بريد درجه ورکړې وه. دا خبره په لاس انجلس کي د يادي ادارې معين ډېوېډ بوډيچ د جمعې په ورځ د پيښي په ځای کي وکړه. د هغه په وينا د دغې پيښي او «اسلامي دولت» تر منځ تر اوه کومه اړيکه نه ده موندل سوې.

د يادي ادارې رئيس جېمز کومي په واشنګټن کي ويلي:«موږ تر اوسه په دې تړاو (چي په دغه پېښه کي دي د اسلامي دولت لاس وي) معلومات نه لرو.» د کومي په وينا خو دغه اداره اټکل کوي چي بريدګر او د هغه مېرمنه د نړۍ والي ترهګرۍ څخه الهام اخيستی ؤ.پر فيسبوک و «داعش ته وفاداري»

USA Kalifornien Schießerei in San Bernardino
انځور: picture-alliance/dpa/San Bernardino County Sheriff

په بريد کي د سيد فاروق ماينه تشفين ملک هم د هغه ملګرې وه. د فاروق عمر ۲۸ کاله ؤ او ماينه يې ورڅخه يو کال کشره وه. دغې پاکستان الاصله جوړې د چهار شنبې په ورځ (د دسامبر ۲مه نېټه) په سان بېرناردينو کي ۱۴ انسانان په يو وسله وال بريد کي ووژل.

د رسنيو د راپورونو له مخي تشفين ملک په فيسبوک پاڼه کي د «اسلامي دولت» سره وفاداري اعلان کړې وه. د يادي انټرنټي پاڼي د وياند په وينا خو دغه مطلب بېرته د دغې مېرمني له پاڼي څخه ليري کړل سوی دی.

د بريدګر د کورنۍ وکيل چېسلې د دغي ډلوژني څخه «مخ له مخکي او عاجلو تعبير اخيستنو» څخه خبرداری وکړی دی. د وکيل په وينا د بريدګر د دغه بريد هدف تر اوسه پوري لا سم نه دی معلوم. د هغه په وينا د دغه بريد يو لامل د کار پر ځای شخړه کېدلای سي. د فاروق د کورنۍ په وينا فاروق له خپلو همکارانو څخه شکايت کاوه چي د هغه د اوږدې ږيري له کبله ازار ورکوي.

د بريدګرو ۶ مياشتنۍ لور پاته سوه

د کورنۍ د وکيل په وينا د فاروق مېرمنه تفشين ملک يوه ډېره خدمتګاره کورنۍ ښځه وه. د وکيلانو په وينا دغې مېرمني برقعه اغوسته او دوديز ژوند يې کاوه. د فاروق ورور او دوې خويندې د وکيلانو په وينا د دغې مېرمني په تړاو نور زيات معلومات نه لري. د فاروق مور هم د هغوی سره په يوه کور کي اوسېدله. د دغې جوړې ۶ مياشتنۍ لور پاته سوې ده. فاروق او د هغه ماينه په داسي حال کي د پوليسو له خوا د تېښتي پر مهال په ډزو ووژل سول، چي د هغوی سره زياتي وسلو موجودي وې.

د بېرناردينو د عامه خدماتو پر مرکز به بريد کي د وژل سوو کسانو عمرونه د ۲۶ او ۶۰ تر منځ ول. به وژل سوو کي يو ۴۶ کلن اېرانۍ مېرمنه، د شپږو اولادو یو پلار هم شامل ؤ.