1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فتح علي خان ۲۰ کاله وروسته هم د مینه والو په زړوکې ځای لري

۱۳۹۶ مرداد ۲۹, یکشنبه

د اګست په ۱۶ د نصرت فتح علي خان د ۲۰ تلين په مناسبت د نړۍ په مختلفو برخوکې د هغه هنر ته درناوی وشو. د موسیقۍ مینه وال نن هم د نصرت فتح علي خان د قوالیو څخه خوند اخلي. په دې اړه پام وکړئ لاندې مطلب او د هغه آواز ته.

https://p.dw.com/p/2iWn2
Nusrat Fateh Ali Khan
نصرت فتح علي خانانځور: www.nusrat.org

نصرت فتح علي خان د ۱۹۴۸ میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۱۳ نیټه د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصل آباد ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. د هغه پلار فتح علي خان هم قوالي کوله. خو نصرت فتح علي خان بیا له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې «زما د پلار خواهش وو چې د موسیقۍ د هنر په برخه کې یو څه زده کړم، خو نه دا چې کسب یې وګرځوم، هغه غوښتل چې زه ډاکتر شم».

نصرت فتح علي خان چې د پيکاسو د هنري جایزې یو له ترلاسه کونکو څخه دی، ډیرې مشهورې قوالۍ او غزلونه لري چې د هغې جملې څخه دللګي او دم مست قلندر څخه یادونه کولی شو.

د نصرت فتح علي خان ۲۰ تلین

د هندي فلمونو د سندرو او کیسو مشهور لیکوال جاوید اختر د فتح علي خان د مړينې پرمهال هغه ته د درناوي په ترڅ کې ویلي وو:«له نصرت فتح علي سره ما داسې احساس کړه، چې ګوندې زه خدای ج ته نږدې شوم».

د بر صغیر مشهور سندرغاړې لتا منګیشکر د استاد نصرت فتح علي تر مړينې سمدستي وروسته له دویچه ویله سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي وو«زما په اند د نصرت فتح علي خان له مړينې سره د موسیقۍ نړۍ ته ډیر لوی زیان ورسید. هغه نه یوازې په خپل هیواد بلکې دلته په هند کې هم ډیر زیات مینه وال لري.»

 

لتا منګیشکر زیاته کړې وه« نصرت فتح علي خان د یوه فلم موسیقي جوړه کړې وه چې سندره یې باید ما ویلې وای، خو ما د کوم مصروفیت له امله دغه سندره ونه شوه ویلې، کوم چې زه به یې ټول عمر افسوس کوم».

د استاد نصرت فتح علي خان د قوالۍ په هنر کې د ختیځ او لویدیځ د موسیقۍ داسې پیوند وو، چې له اردو او پنجابي ژبو سره نا آشنا اروپایانو او امریکایانو به هم ورته ټوله شپه سر ښوراوه.

بریتانوي هنرمند Peter Brian Gabriel هم د هغه پر مړينې د خفګان په څرګندونې سره ویلي وو«د نصرت فتح علي خان په مړينې سره نړۍ نه یوازي د داسي هنرمند څخه محرومه شوې ده چی یوعادي سړی نه ؤ، بلکې ما یوډیر خوږ ملګرې هم له لاسه ورکړ. ما هیڅ کله هم په کوم بل آواز کې دومره روحانیت نه وو احساس کړی».

پرورته موضوع زموږ د آرشیف څخه(22.04.2017)