1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: که ټاکنې وگټم، په یوې اوونې کې امنیتي تړون لاسلیکوم

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۱۰, شنبه

د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند اشرف غنی احمدزي، د جمعې په ورځ وویل چې که ټاکنې وگټي نو د یوې اوونۍ په موده کې به له امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

https://p.dw.com/p/1C9nb
انځور: W.Kohsar/AFP/GettyImages

غني دغه څرگندونې تر هغه یوازې څو ورځې وروسته کړې دي چې اوباما اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د ۲۰۱۵ کال تر لومړیو میاشتو پورې د خپلو سرتیرو شمیر ۹۸۰۰ ته راټیټ کړي او بیا د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې به دغه ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

غني د افغانستان له هرات ولایت څخه په واشنگټن کې د سکایپ له لارې د اتلنتیک شورا څیړنیز سازمان سره خبرې کولې. هغه وویل: «زه واک ته د رسیدو په لومړۍ اوونۍ کې د دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیکولو ته ژمن یم.» غني زیاته کړه: «دلیل یې دا دی چې زموږ ملي امنیتي ځواکونه زموږ د نړیوالې ملگرتیا په اړه ډاډمنتیا ته اړتیا لري. پر دې سربیره امنیتي ځواکونه هغو انساني او مادي منابعو ته هم اړتیا لري چې له دې تړون سره يوځای افغانستان ته راځي.»

غني همداراز روښانه کړه چې که په افغانستان کې ریفورمونه رامنځته نه شي نو د دې امکان شته چې اقتصادي وده په ۲۰۱۲ کاله کې له ۱۲ سلنه څخه سږ کال صفر ته راولویږي.

اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د افغانستان د ټاکنو په دویم پړاو کې گډون کوي. دغو دواړو نوماندانو په لومړې پړاو کې تر نورو شپږو تنو نوماندانو ډیرې رایې گټلې وې خو یو یې هم د پنځوس سلنه جمع یو رایې په ترلاسه کولو بریالی نه شول. غني په لومړي پړاو کې ۳۱.۶ سلنه او عبدالله عبدالله ۴۵ سلنه رایې خپلې کړې وې.

افغان ولسمشر حامد کرزي تر اوسه پورې له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې ده. د همدې تړون د نه لاسلیکیدو له کبله د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو اړیکې هم ترینگلې شوې دي.

له بلې خوا عبدالله عبدالله هم ژمنه کړې ده چې امنیتي تړون به د ټاکل کیدو په صورت کې لاسلیک کړي. هغه ته هم بلنه شوې چې «د اتلانتیک شورا» ته وینا وکړي.


غني همداراز ژمنه وکړه چې له خپلو گاونډیو سره به ښې اړیکې رامنځ ته کړي. غني وویل چې داسې پلانونو لري چې له مخې به یې ډیرو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب