1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني په افغانستان کي د قزاقستان د پانگوني غوښتنه کړې

۱۳۹۴ آبان ۲۹, جمعه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني قزاقستان ته سفر کړی او هلته ئې له دغه هيواده د خپل هيواد په اقتصادي برخه کي د پانگوني غوښتنه کړې ده. غني په استانه کي له نورسلطان نظربايف سره ملاقات کړي.

https://p.dw.com/p/1H9T9
Ashraf Ghani in Kasachstan
انځور: Reuters/M. Kholdorbekov

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کي له جمهور رئيس نورسلطان نظربايف سره په ملاقات کي د افغانستان په اقتصاد کي د پانگوني غوښتنه وکړه.

غني وويل: «د اقتصاد په برخه کي به زموږ دوې اړخيزي همکارۍ د ترانزيت او سوداگرۍ په برخه کي پراختيا ومومي او موږ په بې صبرۍ سره د قزاقستان او مرکزي اسيا د نورو هيوادونو د پانگوني په تمه يو.»

د قزاقستان له جمهور رئيس سره تر ملاقات وروسته غني وويل: «د افغانستان په اقتصادي برخه کي پانگوني ته د شرايطو برابرو له پاره به د دواړو هيوادونو يوه کمېټه جوړه سي او موږ به عملي گامونه واخلو.»

د قزاقستان جمهور رئيس نظربايف ويلي دي چي هيواد به ئې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکاندي. هغه وويل: «افغانستان اوس په يوه ډېر ستونزمن حالت کي دئ، موږ وايي چي دغه حالت احساسو. موږ د ۲۰ ميليونو ډالرو په ارزښت بشردوستانه مرستي کړي دي او خپلو مرستو ته به دوام ورکو.»

Ashraf Ghani in Kasachstan
انځور: Reuters/M. Kholdorbekov

پر امنيتي وضعيت بحث

دواړو مشرانو دغه راز په مرکزي اسیا کي د امنيتي وضعيت په اړه هم خبري کړي. نظربايف وويل: «دوهمه موضوع چي بحث موت پر کړی، هغه په افغانستان کي روان امنيتي وضعيت دی چي د مرکزي اسيا هيوادونو ته ئې څومره گواښ متوجه دئ. پر دې مو خبري وکړې، چي څرنگه کولای سو له تروريزم سره گډه مبارزه وکړو.»

محمد اشرف غني، ويلي دي چي په سيمه کي پر تروريزم باندي هغه وخت بريالي کېدلای سو چي د سيمي هيوادونه په گډه اقدام وکړي. هغه ويلي دي: «تروريزم سرحد نه پيژنې دا د ټولو له پار خطر دئ. نو موږ بايد له تروريزم سره وجنگيږو، څو نه زموږ ستر دين او نه مو بډايه کلتور له هغه څخه رنځ يوسي.»

غني زیاته کړه چي د افغانستان او قزاقستان او ډېر نور مسلمانان سوله او امنيت غواړي.