1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: پارلماني ټاکنې به راتلونکي کال کې تر سره شي

۱۳۹۴ دی ۸, سه‌شنبه

افغان ولسمشر د سه شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې په راتلونکي کال کې به پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې تر سره کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو د ځنډیدو له کبله د کابل حکومت تر سختو سیاسي فشارونو لاندې راغلی دی.

https://p.dw.com/p/1HVkq
Afghanischer Präsident Ashraf Ghani
انځور: picture alliance/AP Images/R. Gul

د جون میاشتېپه ۲۲مه نیټه د اوسني پارلمان پنځه کلنه کاري دوره پایته ورسیده خو د امنیتي ستونزو او د ټاکنو د شفافیت ساتنېپر سر د نظر د یووالي نه شتون له کبله د اپریل په میاشت کېانتخابات تر سره نه شول.

ولسمشر اشرف غني په یوېاعلامیه کېویلي دي: «د راتلونکي کال د اوړي او مني تر منځبه پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې وشي.» هغه همداراز زیاته کړې ده چېد ټاکنو دقیقې نیټېبه د ټاکنو د خپلواک کمیسون له خوا اعلان شي.

که ټاکنېد جوړ شوي پلان له مخې ترسره شي نو هغه به په خرابو امنیتي شرایطو کېبه تر سره شي ځکه چېطالبان د کال په همدې میاشتو کې خپلې جګړې ته زور ورکوي.

تیر کال د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو څخه وروسته، ولسمشر اشرف غني او د هغه اوسني اجراییه وي رییس عبدالله عبدالله، اعلان وکړچې ټاکنې یې ګټلي دي او پر یو بل یېد تقلب تورونه ولګول. تر څو میاشتو لانجو وروسته د امریکا متحده ایالتو په منځګړیتوب د ملي وحدت حکومت د ولسمشر اشرف غني تر مشریلاندیرامنځته شو.

په جون میاشت کېغني یو فرمان صادر کړچېله مخې یېد پارلمان د کار موده د پارلماني ټاکنو تر ترسره کیدو پورې وغځیده. ډیر شمیر افغانانو پر دېپریکړېنیوکېوکړېاو دا پوښتنه یېدرلوده چېایا د پارلمان د کار د مودېغځول قانوني دیاو که نه؟

که څه هم د ملي یووالي حکومت د جوړولو په موافقې کې د ټاکنیز نظام اصلاح کول هم شامل وو، خو ولسمشر غني او عبدالله د ډیرې مودې له پاره د ټاکنیزو اصلاحاتو راوستلو کمیسیون د مشر پر سر یوه توافق ته ونه رسیدل.