1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د فساد پر ضد د جهاد غوښتنه وکړه

۱۳۹۴ شهریور ۱۰, سه‌شنبه

افغان ولسمشر د اداري فساد پر ضد د جهاد غوښتنه وکړه. هغه د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د اداري فساد د له منځه وړلو ژمني کړي وې او لومړی اقدام یې هم د کابل بانک د شخړیزي دوسیې بیا پرانیستل وو.

https://p.dw.com/p/1GOtH
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس وویل چې اداري فساد په افغانستان کي یوه سرطاني ټپ دی چې هیواد یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

هغه په دولتی اداراتو کې د رشوت اخیستل، د ځمکې غصبول، مخدر موادو او قاچاق د اصلي ستونزو په توګه یاد کړل.

افغان ولسمشر وویل چې زده کړه د اداري فساد د له منځه وړلو له پاره اصلي لار ده.

افغان ولسمشر غني وویل چې افغانستان اوس د زراعت په برخه کې ډیره پانګونه کوي ځکه په خبره یې ډېر افغانان له همدې سکتور څخه خپل ورځني لګښتونه پوره کوي.

هغه ټینګار وکړ چې هیواد یې باید د قانوني محصولاتو د صادرونکي په توګه وپیژندل شي.

د روڼتیا نړیوال سازمان افغانستان اوس هم د نړۍ له ډیرو مفصدو هیوادونو څخه ګڼي. پر دې سربیره افغانستان د نړۍ زیاته برخه مخدر مواد هم تولیدوي چې بیا په قاچاقي توګه اروپايي او نورو هیوادونو ته رسیږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په داسي حال کي د اداري فساد پر ضد د جهاد غوښتنه کړې ده، چي په پلان کي ده سبا او بل سبا په کابل کي د افغانستان له پاره د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو سازمان کنفرانس رابلل شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب