1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د امریکايي عسکرو د وتلو پر پلان دي غور وسي

آژانسونه: سيد رياض۱۳۹۳ دی ۱۵, دوشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړه وتلو په هکله، ښايي له «سره غور» ته اړتیا وي. په پام کې ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې ټول امریکایي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/1EEyv
انځور: Dan Kitwood/WPA Pool/Getty Images

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني په یوه تلویزوني مرکه کې چې د یکشنبې په شپه (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۴مه) په امریکا متحدو ایالاتو کې خپره شوه، ویلي دي، چې له افغانستان څخه د امریکایي لښکر د وتلو د وروستي ضرب الاجل په هکله ښایي له سره غور کولو ته اړتیا وي.

په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴م کال د دسمبر مياشتي پر ۳۱مه امریکایي لښکر په افغانستان کې خپل جنگي ماموريت پای ته ورساوه، اشرف غني ویلي دي چې پر هغه پلان باندي دي له سره کتنه وشي چې له مخي يې امریکايي ځواکونه په بشپړه توگه له افغانستان څخه وځي.

اشرف غني چې تیر کال د نوي افغان جمهور رئيس په توگه وټاکل شو له «سي بي اس» تلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي دي: «که چیري دواړه اړخونه او یا په دې قضیه کې ډیرو شریکانو د مقاصدو د تر لاسه کولو له پاره خپلې پوره هڅې کړي وي او پرمختگ ډیر واقعي وي، نو بیا د ټاکل شوي ضرب الاجل په هکله د تجدید نظر چمتووالی باید موجود وي.»

د غني د دغو څرگندونو په هکله سمدلاسه، د سپیني ماڼۍ، پنتاگون او د بهرنیو چارو وزارت کومه تبصره نه ده کړې.

افغان امنیتي ځواکونو د روان میلادي کال د جنوري میاشتي په لومړۍ نیټه د ټول هیواد امنیتي مسئولیت پر غاړه واخیست او په دې ترتیب امریکا متحدو ایالاتو په رسمي توگه په افغانستان کې خپل ۱۳ کلن جنگي ماموریت پای ته ورساوه.

اوس د افغان پوځ له پاره چې شمیر یې ۳۵۰ زرو تنو ته رسیږي، د هیواد امنیت ساتل او د طالبانو ځپل، ښایي یوه ستره آزموینه وي.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې په ۲۰۱۴م کال کې د وسله والو یاغیانو پر ضد جگړه کې ۳۱۸۸ ملکي افغانان وژل شوي دي. ملگرو ملتونو په دغه رپوټ کې ۲۰۱۴م کال د غیر محاربوي کسانو له پاره تر ټولو خونړی کال بللی دی.

د نړیوال مرستندوی ځواک (ایساف) ماموریت اوس د «پريکړنده ملاتړ» په نوم ماموريت ونيو، چې موخه یې افغان امنیتي ځواک ته روزنه ورکول او سلا مشوري دي. په دغه نوي ماموريت کي۱۲۵۰۰ عسکر بخه اخلي، چې زیاتره یې امریکایان دي.

په دغه ماموریت کې به د آلمان پر۸۵۰ عسکرو سربيره د نزدې ۲۰ هيوادونو عسکر ونډه ولري. یو وخت په افغانستان کې د آلماني سرتیرو شمیر ۵۰۰۰ کسانو ته رسیده.