1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني او عبدالله په «صمیمانه فضا» کې سره ولیدل

مسعود جهش۱۳۹۵ مرداد ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په یو خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له خپل اجرايیه وي رییس عبدالله عبدالله، سره د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې ولیدل.

https://p.dw.com/p/1JjrG
Polen Nato-Gipfel in Warschau - Ghani & Abdullah
انځور: Reuters/K. Pempel

په بیانیه کې راغلي دي چې ولسمشر غني د عبدالله عبدالله خبرې اوریدلي دي او لیدنه په «صمیمانه فضا» کې ترسره شوه.

په بیانیه کې راغلي دي: «ولسمشر د اجراییه وي رییس خبرې واوریدې او پریکړه وشوه چې ولسمشر په راتلونکې ناسته کې دغه خبرې وڅیړي.»

په بیانیه کې په دې لیدنه کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

تر دې مخکې د افغانستان اجراییه وي رییس عبدالله عبدالله، پر افغان ولسمشر سختې نیوکې کړې وې او هغه یې د ملي یووالي حکومت د تړون په نه عملي کولو تورن کړی وو. عبدالله عبدالله آن ویلي وو چې «د کابینې وزیرانو ته د خبرو اجازه نه ورکول کیږي او که څوک حوصله نه لري نو د ولسمشري لیاقت هم نه لري».

ولسمشر غني بیا د دغو نیوکو په غیر مستقیم ځواب کې ویلي وو چې «که څوک پر هغه باندې اعتماد نه کوي، نو د ده د اعتماد وړ هم نه دي».

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې بیانیه کې دا هم ویل شوي دي چې د غني او عبدالله په ننۍ ناسته کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش او د اجراییه وي ریاست لومړی مرستیا احمد خان هم حاضر ول.

بیانیې همداراز د راتلونکې ناستې نیټه هم نه ده ښوولې. لا تر اوسه پورې د اجراییه وي ریاست له خوا د دغې ناستې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب