1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

غزني کې د سړک غاړې ماین شپږ ملکیان وژلي

۱۳۹۷ خرداد ۲۱, دوشنبه

افغان چارواکي وايي چي په غزني کې د سړک د غاړې ماین شپږ تنه ملکي کسان وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت له لوري د طالبانو پر وړاندې اعلان شوی اوربند سر له سبا پیلیږي.

https://p.dw.com/p/2zFpk
Afghanistan Militärmanöver in der Ghazni Provinz
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com

اسوشیتد پرس خبري آژانس د غزني د والي د ویاند عارف نوري له قوله لیکلي دي چې د دوشنبې په ورځ د رامنځ ته شوې چاودنې په ترڅ کې د وژل شوو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شته. زیاته شوې ده چې په دې چاودنه کې درې کسان ټپیان شوي هم دي.

د عارف نوري په خبره بم طالبانو خښ کړی وو. نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې یاغیان زیاتره مهال امنیتي ځواکونه او حکومتي چارواکي په نخښه کوي، خو د سړک د غاړې ماینونه زیاتره مهال بیا ملکي وګړي وژني.

د غزني د والي ویاند دا هم ویلي دي چې د دغه ولايت په نورو سیمو کې د نښتو په ترڅ کې درې محلي پولیس او لس طالبان وژل شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني تیره اوونې د روژې میاشتې له ۲۷مې نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې نیټې پورې د طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ. طالبانو بیا د دغه اوربند په غبرګون کې ویلي دي چې د اختر له لومړۍ څخه تر درو ورځو اوربند مراعاتوي.