1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

علومي: شل ولايتونه له امنيتي گواښ سره مخامخ دي

حسين سيرت/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ فروردین ۲۵, سه‌شنبه

په بدخشان ولایت کې د ملي اردو سرتیرو ته د اوښتو درنو تلفاتو له امله افغان امنیتي چارواکي ولسي جرگې ته ور بلل شوې ول. د کورنیو چارو وزارت وایې چې د هیواد د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه شلو ولایتونو ته امنیتي گواښ متوجه دی.

https://p.dw.com/p/1F84j
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khaliq

د بدخشان ولایت په جرم ولسوالې کې د افغان ځواکونو او طالب جنگیالیو تر منځ جگړه د جمعې په ورځ پيل شوې وه او د یکشنبې تر ورځې پوري یې دوام وکړ. په دې موده کې څو امنیتي پوستې طالبانو ونیولې. د چارواکو په خبره په دغه جگړه کې ۱۸ افغان عسکر هم وژل شوي دي.

د امنيتي چارواکو په خبره طالبانو له ۸ تنو سرتیرو څخه سرونه پری کړي دي. خو په ولسي جرگه کې د بدخشان ولایت استازي بیا وایې چې طالبانو له ۲۸ تنو څخه سرونه پرې کړي دي او د دغو ځواکونو نقلیه وسایطو تیل نه درلودل.

په بدخشان ولایت کې د ملي اردو سرتیرو ته اوښتو درنو تلفاتو سخت انتقادونه راپورته کړي دي. د دغو سرتیرو د په وینو لړلي جسدونو انځورونه په ټولنیزو شبکو کې کښته پورته کیږي.

د بدخشان ولایت استازو خبرداری ورکړی دی، چې په هغه صورت کې چې د دغه ولایت امنیت ته پاملرنه ونشي، طالبان به د افغانستان په شمال کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت لا پسې خراب کړي.

۲۰ ولایتونه له گواښ سره مخامخ دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي، لوی درستیز شیر محمد کریمي او د ملي امنیت ادارې رئيس رحمت الله نبیل د سه شنبې په ورځ (د وري ۲۵/اپریل۱۴) د ولسي جرگې د داخلي امنیت کمېسیون ځانگړي غونډي ته وربلل شوي ول.

په دغه غونډه کې علومي وویل چې د افغانستان ۲۰ ولایتونه له امنیتي گواښ سره مخامخ دي: «موږ سیمي پر دریو برخو ویشلي دي، ۱۱ ولایتونه ډیر تهدید لري،۹ متوسط تهدید او پاته نورمال دي. بدخشان له هغو ولایتونو څخه وو چې د تهدید کچه یې لوړه نه وه، خو زموږ له پاره د پيشبینې وړ وو».

وروستي برید د بدخشان ولایت د استازو غوسه هم راپارولې ده. د دغه ولایت یوې استازې نیلوفر ابراهیمي وویل په هغه صورت کې چې حکومت له بدخشان څخه دفاع نشي کولای خلکو ته دې دغه مسئولیت وسپاري:

«تاسي د بدخشان او د شمال خلکو ته فرصت ورکړي، که خلکو شمال امن نه کړ، زه همدلته خپله استعفاء وړاندي کوم».

یو شمیر استازو د افغانستان په شمال کې د سرتیرو د ډېرښت غوښتنه وکړه، خو د دفاع وزارت استازو وویل چې دغه وزارت کولای نه شي په شمال کې د سرتیرو شمیر لوړ کړي. د دغو چارواکو په خبره په هر ولایت کې سرتیري د اړتیا پر اساس تقسیم او ځای پر ځای شوې دي او له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د سرتیرو انتقال به خطرناکي پایلې ولري.

د ملي اردو لوې درستیز شیرمحمد کریمي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه باید د ملي امنیت شورا په اجازه له یو ځای څخه بل ځای ته ولیږل شي.

د افغانستان د شمال یو شمیر ولایتونه په تیرو ۱۳ کلونو کې د لږو نا امنیو شاهدان ول. بې له څو ولایتونو څخه چې طالبانو په هغو کې فعالیت درلود دغه ولایتونه له کوم لوی گواښ سره نه ول مخامخ شوي. خو د بدخشان خونړۍ پيښي حکومت ته ټکان ورکړی دی.

په دې غونډه کې د ولسي جرگې رئيس عبدالروف ابراهیمي د افغانستان په شمال کې د وضعیت په هکله اندیښنه و ښودله: «وروسته له یوې اونۍ څخه په کندز کې جگړه پيلیږي. په فاریاب کې همدا اوس جگړه روانه ده. که تاسي تیل او مهمات ونه لرئ وضعیت لا پسې خرابیږي. همدا مهمات چې موږ یې لرو دښمن یې هم لري. موږ د دفاع په حالت کې قرار لرو. دښمن په تعرضي او موږ په دفاعي حالت کې قرار لرو».