1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظيمي: په نورستان ولايت کي پراخ عمليات پيليږي

۱۳۹۰ فروردین ۳۱, چهارشنبه

ياد ولايت د پاکستان له شمالي وزيرستان سره ګډه پوله لري اوپه دي ورستيو کي د ګڼ مليتيزو ځواکونو يو شمير ټولګي ځني وتلي چي يو شمېر سيمي يې طالبانو ته په لاس ورغلي.

https://p.dw.com/p/10yM6
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي او په کابل کي د نړيوالو ځواکونو وياند جنرال بلوتڅ
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي او په کابل کي د نړيوالو ځواکونو وياند جنرال بلوتڅانځور: AP

وانټ وايګل هغه ولسوالي ده چي اوس د طالبانو په لاس کي ده.

تيره اونۍ د نورستان والي جمال الدين بدر له مرکزي حکومت د سقوط سويو سيمو د بيرته نيولو لپاره د عاجلي مرستي غوښتنه کړې ول.

په کابل کي د ګڼ مليتزه ځواکونو جرمني جنرال جوزيف بلاتڅ په يوه خبري غونډه کي وويل چي دوی له افغان حکومت سره په ګډه پر هغه پلان کار کوي چي له مخه به يې د نورستان په ولايت کي پراخ پوځي عمليات پيل سي.

« موږ په دې باور لرو چي افغان ځواکونو د ولسواليو او ولايتونو په کچه امنيتي چاري پر مخ بيولاي سي، خو د نورستان په برخه کي موږ له افغان دولت سره په ګډه دلته د ياغيانو پر ضد عمليات پيلوو تر څو يو شمير نا امنه سيمي بيرته تر کنټرول لاندي راولو».

همدا راز په دغه خبري ناسته کي د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي هم په خپل وزارت کي د وروستۍ پيښي په اړه خبريالانو ته تازه معلومات ورکړل.

په دغه بريد کي درې تنه مړه او د ملي پوځ اوه سرتيري ژوبل سوي ول.

عظيمي د دغي پيښي په رامنځ ته کيدو کي د ملي دفاع وزارت په پاته راتلو اعتراف وکړ خو زياته يې کړه چي په څو محدودو ثانيو کي د بريد کونکي له مينځه وړل دوی ته لوی بری ښکاري.

هغه زياته کړه چي، وژل سوی بريدګر د ملي دفاع وزارت کارکونکي نه وو او دا چي څنګه وزارت ته ننوتی په اړه يې يو شمير احتمالي تشي تر پلټنو لاندي دي.

د دفاع وزارت وياند هغه ګنګوسې رد کړې چي ګواکي بريد کونکی د ملي دفاع وزارت په يوه لوړ پوړي جنرال پوري تړلی وو. کوم چي له لوي درستيز سره يې ستونزه لرله او غوښتل يي لوي درستيز په ووژني.

خو نوموړي دا احتمال رد نه کړ چي بريد ګر دي د کوم عالي رتبه پوځي جنرال په موټر کي سيمي ته نه وي را ننوتی.

« يو تصورسته چي دغه بريد کونکی په هغه موټر کي د دفاع وزارت دننه راوړل سوي وي چي دغه سيمي ته د ننوتو جواز پاڼه ولري».

په داسي حال کي چي د ملي دفاع وزارت په دننه کي وروستۍ پيښي د افغان ځواکونو د وړتيا په اړه پوښتني را پورته کړي خو ملي دفاع وزارت وايي چي دغسي پيښي د نړۍ په پرمختللو ملکونو کي هم رامنځ ته کيږي او دا په دي مانا نده چي افغان ملي پوځ فلج سوی دی.

وروسته تر هغه چي د ملي دفاع وزارت په دننه کي دغه بريد تر سره سو د افغانستان ثنا مجلس د دفاع وزير جنرال وردګ د ګوښه کيدو غوښتنه وکړه.

خو ښاغلي عظيمي وويل چي دښمن هڅه کوله د دفاع وزير له مينځه يوسي او دا چي مشرانو جرګه اوس غواړي جنرال وردګ دنده پريږدي دا کولاي سي په يوه ډول نه يوه ډول موخي ته د ترهګرو شبکو د رسيدو يوه پلمه وګڼل سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل