1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظيمي: له ۲۰۱۴کال وروسته د پوځ لګښت نه سو برابرولای

۱۳۹۰ آبان ۴, چهارشنبه

د افغانستان دفاع وزارت د لومړي ځل له پاره اعتراف وکړ، چي حکومت په اوسنۍ وړتيا له ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل ملي پوځ لګښت نسي برابرولای. تيره ورځ د افغانستان له پاره د امريکا پخواني سفير کارل ايکن بيري هم همدا خبره کړې وه.

https://p.dw.com/p/12zWL
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظیمي
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظیميانځور: AP

هغه ويلي و که چيري له ۲۰۱۴کال وروسته نړيواله ټولنه افغانستان يوازي پريږدي افغان حکومت دغه لګښت ته اوږه نسي ورکولای.

د ملي دفاع وزارت نطاق جنرال ظاهر عظيمي نن د ( اکتوبر ۲۵) په کابل کي وويل، چي د ملک اوسنی اقتصادي حالت د پوځ لګښت ته ملا نسي ټينگولای او نړيواله ټولنه بايد افغانستان يوازي پرېنږدي.

ټاکل سوې چي له ۲۰۱۴کال وروسته به ټول نظامي مسوليتونه د افغانانو پرغاړه وي او دغلته به د بهرنيو سرتيرو شمېر هم د اوس په پرتله خورا ټيټ وي.

د عظيمي په خبره دوی به د بن په غونډه کي له نړيوالو څخه د خپل پوځ د دوامدار ملاتړ غوښتنه وکړي.

جنرال عظيمي وايي دوی په دې ډاډمن دي، چي که تر ۲۰۱۴کال پوري خپل ټاکلي هدف ته ورسيږي نو هغه وخت به د اوس په څير د پوځ مالي لګښت دومره لوړ نه وي.

« کله چي افغان ځواکونه پر خپلو پښو ودريږي نو اوسنی لګښت به نه وي، هغه وخت به مو خپله وسله او تجهيزات پوره کړي و، د پوځيانو روزنه به د اوس په څير نه وي، تاسيسات به مو جوړ وي».

د دفاع وزارت ويندوی د افغانستان په يو شمير سيمو لکه په جنوبي هلمند کي د زور پالو له ولکي د ډيرو کليدي سيمو د ايستلو خبره هم ورکړ.

عظيمي وويل چي د افغانستان د بريښنا د عمده مرکز کجکي بند ګرد چاپير کلي يې له طالبانو تش کړي او هلته پرتې لويي لاري هم د تګ را تګ له پاره پرانيستل سوي دي.

همدا ګړی د افغانستان په ډيرو سيمو کي د اميد په نامه عمليات روان دي.

د دفاع وزارت شمېرې ښيي چي په دغو عملياتو کي په سلګونو تنه دولت ضد اورپکي يا وژل سوي او يا هم د پوځيانو لخوا ژوندي نيول سوي دي.

دفاع وزارت په داسي حال کي د خپل دښمن د زور د ويلي کېدو خبره کوي، چي ټاکل سوې تر راتلونکو څو ورځو د امنيت د ليږد دوهم پړاو پلي سي. په دغه لړ کي به د اولسو ولايتونو امنيتي مشرتوب افغان دولت ته وسپارل سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل