1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظيمي: له ماينونو سره په مبارزه کي ستونزه لرو

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۷, پنجشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چي ځواک يې اوس د ټول هيواد مځکني عمليات په يوازي سره تر سره کوي، خو وايي چي ستونزي لري. د دغه وزارت وياند په بروکسل کي ويلي دي چي له ماينونو سره په مبارزه کي ستونزه لري.

https://p.dw.com/p/1APmZ
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د چهارشنبې په روځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۷) د ناټو په مقر بروکسل کي وويل، چي ځواکونه يې اوس په يوازي سر د عملياتو د ترسره کولو توان لري. خو ستره ستونزه يې تر مځکي لاندي له ښخ سوو ماينونو او نورو چاودېدونو کو موادو سره د مبارزې په برخه کي ده.

هغه وويل: «موږ فکر کوو د دې له پاره چي امنيت ټينګ کړو يوه لاره سته، هغه دا چي پر خپلو پښو باندي ودريږو.» هغه زياته کړې ده: «کله چي خبره تجهيزاتو او زده کړو ته ورسيږي نو موږ په دغه برخه کي ستونزي لرو.»

«د افغان امنيتي ځواک تلفات به جبران نه سي»

عظيمي وويل چي تير کال د افغان امنيتي ځواک ۷۰ سلنه تلفات له ماينونو او په کورنو کي د جوړو سوو چاودېدونکو بمونو له لاسه ول. هغه وويل د دې ستونزي د له منځه وړلو له پاره چي بشپړ عمليات په خپله تر سره کړي، و تجهيزاتو او روزني ته اړتيا لري.

عظيمي د افغان حکومت د وياندانو له هغي ډلي څخه يو وو چي د ناټو له مقر څخه يې په داسي حال کي ليدنه کوله چي حکومت يې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د حضور په اړه له متحده ايالاتونو سره په جنجال کي دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي د روان کال تر پايه پوري د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له لاس ليکولو څخه ډډه وکړه. خو واشنګټن وايي چي که خبره تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو د حضور وي نو تړون بايد د کال ترپايه پوري لاس ليک سي.

خو ناټو ته د دغه افغاني هيت په ډله کي د افغان ولسمشر حامد د وياند مرستياله او د ارتباطاتو مديري عادله راز، بيا وويل چي دغه امنيتي تړون به د افغان حکومت او ټول ملت له پاره هغه مهال د منلو وي، چي امريکايان ژمنه وکړي چي نور به د افغانانو د کورونو تلاښۍ نه کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند په مجموع کي د افغان امنيتي ځواک اوسنۍ وضعيت ښه ارزيابي کړ. هغه وويل چي د ځواکونو تعداد يې اوس نزدې ۱۹۵۰۰۰ ته رسېدلی دی چي اوس نو بايد هغوی ته زده کړي ورکړل سي او حرفه يي سي.

عظيمي زياته کړې ده چي افغانان اميدواره دي چي د ناټو غړي هيوادونه به دوی نور هم تجهيز کړي. هغه وويل چي تر دې وروستيو وختو پوري افغان ځواک يوه الوتکه هم نه لرله: «کله چي خارجي امنيت مطرح وي بيا نو دافع هوا، زره پوښ او ټانک ته اړتيا ده، دا د هر پوځ له پاره ډېر ضروري دي.» جنرال وويل: «په دې ډول نو موږ د خپلو مرسته کوونکو هيوادونو په ځانګړې توګه متحده ايالاتو توجه را جلبوله چي زموږ سره د دافع هوا، زره پوښ او درنو وسلو په برخه کي مرستي وکړي. موږ هڅه کوو چي خپل نړيوال شريکان په دې قانع کړو چي دغو تجهيزاتو ته اړتيا لرو.»