1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظيمي: د امنيتي مسووليت په غاړه اخستلو ته تيار يو

۱۳۹۰ خرداد ۱۸, چهارشنبه

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چي په هغو سيمو کي عمليات پيلوي چي په راتلونکي مياشت کي به يې امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سي. ددغو عظيمي عملياتو موخه په دغو سيمو کي د ناامنيو مخ نيوی دی.

https://p.dw.com/p/11X2R
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيميانځور: AP

هغه نن په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل:« د اميد عمليات عمومي عمليات دي چي په ۱۸ مياشتو کي به د افغانستان په ټولو سيمو کي ترسره سي په ځانګړي توګه په هغو ولايتونو کي چيري به چي د امنيتي مسؤليت د ليږد بهير پلي کيږي، يو له هغو ولايتونو څخه باميان دی، د باميانو ولايت امنيت ټينګښت او دهغه ولايت د لارو امنيت ټينګول د افغان ځواکونو له لومړيتوبونو څخه شميرل کيږي.»

عظيمي زياته کړه چي افغان ځواکونه امنيتي مسؤليت اخيستو ته په بشپړه توګه چمتوالی لري او له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو بهير به هرومرو پيل سي.

ټاکل سوې چي د افغان دولت او نړيوالي ټولني د پروګرام له مخه د سروبي ولسوالۍ پرته د ټول کابل، باميانو او پنجشير ولايتونو او مزار شريف، هرات، مهترلام او لښکرګاه ښارونو د امنيت مسؤليت په راتلونکي جولای مياشت کي افغان ځواکونو ته وروسپارل سي.

په همدي حال کي د امريکا ولسمشر بارک اوباما تيره شپه په واشنګټن کي د المان له لومړۍ وزيري انګلامرکل سره ګډي خبري غونډي ته وويل: افغان ځواکونه اوس ددې جوګه دي چي د خپل هيواد امنيتي مسؤليت ته په يوازي توګه اوږه ورکړي.

بل لور ته د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وياند لطف الله مشعل تيره ورځ خبرداری ورکړ چي، وسله وال طالبان هڅه کوي چي په هغو سيمو کي امنيتي وضعيت کړکيچن کړي چي امنيتي مسؤليت يي افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.

خو د پوځي چارو يو شمير شنونکي په دې اند دي چي افغان ځواکونه په اوسنيو شرايطو کي ددې وړتيا نه لري چي په بشپړه توګه د خپل هيواد امنيت وساتي.

د پوځي چارو شنونکی او د ولسي جرګي پخوانی غړی نورالحق علومي وايي چي، افغاني قوتونه تردې حده نه دي رسيدلي چي په بشپړه توګه ټول امنيتي مسؤليتونه پرغاړه واخلي.

« افغان ځواکونه به هله د اعلان سوو ۷ سيمو امنيت په سمه توګه وساتلای سي، چي په مشرتابه کي يې بدلون را سي.»

افغان امنيتي چارواکي په داسي حال کي امنيتي مسؤليت اخيستو ته د چمتوالي خبر ورکوي چي په دي وروستيو کي په افغانستان کي امنيتي وضعيت کړکيچن شوي دي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل