1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غاښونو پرسر د نور او عبدالله لفظي مشاجره دوام لري

۱۳۹۶ دی ۶, چهارشنبه

د بلخ د بخواني والي عطا محمد نور او اجرائیه وي رئیس عبدالله عبدالله، تر منځ لفظي او سیاسي شخړه اوس هم دوام لري. اوس بيا نور عبدالله ته په اشاره سره ویلي دي چې «په سوک د خاينانو» غاښونه ایستل د اتلانو کار دی.

https://p.dw.com/p/2pymW
Gouverneur der Provinz Balkh in Afghanistan Atta Mohammad Noor
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

داسې ښکاري چې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور، او د ملي یووالي حکومت اجرائیه وي رئيس عبدالله عبدالله ترمنځ د لفظي او سیاسي شخړه پای لا نږدې نه دی. نور په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی دی چې عبدالله د هغه د نیوکو ځواب نه لري، ځکه له ده سره نوري خبرې هم شته چې افشا کولای یې شي.

تر دې مخکې نور په يوه وينا کې ویلي ول چې د هغه د استعفأ د منل کیدو په قضیه کې د ولسمشر په پرتله د عبدالله عبدالله ونډه ډیره ده. دې موضوع ځکه د نور او د هغه د پلویانو غوسه راپارولې ده چې عبدالله عبدالله د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور، له سخت ملاتړ څخه برخمن وو.

نور په خپلو خبرو کې پر عبدالله باندي تور لګولی وو چې د هغه په ګډون د جهادي قوماندانانو او د احمد شاه مسعود د کورنۍ د غړو پر ضد کار کوي. د عطا محمد نور په خبره «عبدالله عبدالله اوس پر ما غاښونه تیر کړي دي خو زه به یې غاښونه وروباسم».

خو عبدالله بیا د نور په ځواب کې وویل چې «غاښونو ته یې متوجه دی او یوازې د هغه څه له پاره به ترې کار واخلي چې خدای ورته خلق کړي دی.»

عبدالله په خپلې دې خبرې سره په غیر مستقیم ډول هغو تورونو ته اشاره وکړه چې د بلخ د ولایتي شورا یوه غړي اصف مومند، پر عطا محمد نور باندي لګولي دي چې ګواکې هغه یې غوږ ور په غاښ کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیدونکې یوه نوې ویدیو د عبدالله عبدالله د ځواب په اړه د نور تازه موقف ښيي. د بلخ پخواني والي په دې ویدیو کې یو شمېر خلکو ته چې د ده لیدو ته راغلي دي په خطاب وايي: «زما پر وړاندي توطیه کې تر ټولو ډیره ونډه او خیانت ډاکټر عبدالله کړی دی. البته چې هغه زما د څرګندونو پر وړاندې ځواب نه لري. که څه ووایي زه د ويلو ډیر څه لرم.»

نور وویل: «د سر تداوې، د غاښونو ایستل د متخصصو ډاکټرانو کار دی، خو زورویونکي پر سر په سوک وهل د قهرمانانو او زړورو خلکو کار دی.»

عطا محمد نور په دې ویدیو کې وايي چې د ده تر ګوښه کیدو وروسته به د کندهار د امنیتې قوماندان جنرال عبدالرزاق هم له خپلې دندې ګوښه شي. هغه د لومړي مرستیال جنرال دوستم، پخواني دفاع وزیر بسم الله خان، احمد ضیا مسعود په ګډون د ځينو نورو کسانو نوموخه اخلي چې په خبره یې د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني له خوا له صحنې لري شوي دي، خو د ځان په اړه بیا وایي: «تر اوسه پوري یې سر له ډبري سره نه وو جنګیدلی. موږ اوس زور ور ښیيو.»

څو ورځي مخکي د ولسمشر غني يوه ویاند اعلان وکړ چې غني د نور استعفا منلې ده او بلخ ته به نوی والي معرفي شي. نور بیا وایي چې د هغه دغه استعفا پخوانۍ او مشروطه ده او له دې کبله به له دندې ګوښه نه شي.